|
د ابادۍ غږ: بوټي او ماينونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ژمي په رارسېدو سره ځينې کليوال غرونو اودښتو ته دخسو راټولولو لپاره ځي چې کله نا کله دماينونو او ناچاوده توکوله خطرسره هم مخامخ کېږي. دبغلان ولايت يو اوسېدونکی ستار وايي: ”ما له خپلو يوڅو کليوالوسره په دښته کې بوټي کول. د يوه غټ بوټي بيخ ته مې کولنګ ور واچاوه، نور په ځان پوه نه شوم، يو وخت چې په سد کې راغلم ګورم چې په شفاخانه کې پروت يم او لاس مې پرې شوی دی“. دلوګرولايت اوسېدونکی حيدرخان وايي: ”ورور مې غره تللی چې لرګي راوړي، دلرګيو ګېډۍ يې تړل چې په دې وخت کې يې د هاوان ناچاوده مرمۍ پيدا کړې وه، مرمۍ يې په ګېډۍ کې ايښي او کور ته روان شوی و. په لاره کې ستومانه شوی او پنډ يې له اوږو غورځولی و چې په دې کې مرمۍ وچاودېده او ورور مې مړ شو“. په ځينو سيموکې خلک دبوټو او لرګيو د راوړلو لپاره ځانګړي قومې پرېکړي لري. کونړ ولايت دڅوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې امروزخان وايي: ”موږ په قومي شکل پرېکړه کړې چې بايددکال په يوه مياشت کې هر سړی د اړتياوړ وچ خس په غرونو او دښتو کې برابر کړي.
په دې پرېکړه کې هغوسيمو په اړه هم معلومات خلکو ته ورکوو چې د ماينونو او ناچاوده توکوخطر په کې موجود وي“. په دې اړه په کابل کې دماين پاکۍ دنړيوالي ادارې يا يو اين ما کا دعملياتي برخې مسئول صديق راشد وايي: ”بايد خلک شکمنوسيمو ته دخسو راوړلو لپاره ولاړ نه شي. ښه خبره داده چې په سيمه کې له پخوانيو استوګنو خلکو نه پوښتنه وشي چې دا ځای خطر لري او که نه؟ که له کومې خطرناکې سيمې سره مخامخ کېږي بايد دماين پاکۍ ټيمونه خبر کړي. هيڅ وخت دي بوټي په کولنګ نه وهي، کېدای شي چې د کوم بوټي په بېخ کې ماين وي او دچاودنې سبب شي“. |
ورسره تړلي نور خبرونه د ابادۍ غږ : بوټي وهل او دماينونو خطر02 فبروري, 2008 | ژوند او زده کړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||