BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:05 گرينويچ 2012 ,02 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيااوژوند: درانده کارونه

درانده کارونه
کورنيوته ښايي، چې په خپلوماشومانو درندوکارنوپرځای زده کړه وکړي.
يوشمېر ماشومان او نوي زلميان له خپل توان څخه وتلي کارونه ترسره کوي، چې په پايله کې يې له يولړروغتيايي او جسماني ستونزو سره مخ کيږي.

دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ اوسيدونکي يارمل وويل، چې د دروندبار د پورته کولو له کبله ورته دملا برېښ پيدا شوی دی.

داچې درانده کارونه څه ته وايي، دعامي روغتيا وزارت مشاورډاکترعبدالله فهيم پدې اړه داسې وويل:

"هغه کارونه چې انسان يې په فزيکي ډول نشي ترسره کولاي اوياهم هغه درواني فشارتراغېزلاندې راولي ، درانده (شاقه ) کارونه يې بولي."

همدا راز هغه کارونه چې دماشوم يا نوي زلمي دزده کړې مخه ونيسي او روغتياته يې زيان ورسوي هم درانده کارونه ګڼل کيږي.

درانده کارونه
له توان نه وتلي کارونه ترسره کول، انسان له يولړروغتيايي ستونزو سره مخ کوي.

په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ددې لامل کيږي، چې ډېری ماشومان او نوي زلميان له خپل توان نه وتلي کارونه ترسره کړي.

ددې راز ناخوالو دمخنيوي او له منځه وړلو لپاره کورنۍ مسووليت لري، چې په خپلو اولادونو تر توان وتلي کارونه ترسره نه کړي اوزده کړه پرې وکړي، څوپه راتلونکې کې يو سالم انسان ټولنې ته وړاندې کړای شي.

دوينې کمښتروغتيا اوژوند
دوينې کمښت
دستوني دردروغتيا اوژوند
دستوني درد
مياشتنی عادت او نظافتروغتيا او ژوند
مياشتنی عادت او نظافت
جاغورروغتيا او ژوند
جاغور
 له ناروغ سره چلند روغتيا او ژوند
له ناروغ سره چلند
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>