ليدا ساپۍ د افغانستان دتعليمي موسسې له خپرونوڅخه |  |
 | | | ګزمه په يوه هېواد کې دامنيت دتامين او جرمونو دمخنيوي غوره لار ده. |
هر هېواد د خپلو خلکو او پولو د ساتلواود امنيت دټينګښت په موخه د ګزمې ګروپونه لري، چې په سرحدونو، کليو، ښارونو، او کوچنيوبازارونوکې ګرځي. پخوا به حکومتي سرتيرو په پلي توګه او يا هم پر آسونو ګزمې کولې، خو اوس په ډېری هېوادونو کې له چورلکو، موټرو او چټکو کوچنيو بېړيو څخه کار اخلي. داچې ګزمه پردې سربېره نوره دکومو موخو د ترلاسه کولو له پاره ترسره کيږي، په اړه يې د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند، حشمت الله ستانکزي داسې وويل: "د بېلابېلوجرمونو، دغيرقانوني توکو او انساني قاچاق او بې امنۍ د مخنيوي له پاره ګزمې ته اړتيا ليدل کيږي. " ګزمه دنړۍ په ټولو هېوادونوکې ترسترګو کيږي، ځکه په هره ټولنه کې لږ يا ډېر جرايم رامنځته کيدای شي. په افغانستان که له يوې خوا ګزمه په دولتي چوکاټ کې ترسره کيږي، له بله پلوه په کليوالوسيموکې يې هم ديوه دود بڼه غوره کړې ده.  | | | "دغيرقانوني توکو او انساني قاچاق او بې امنۍ د مخنيوي له پاره ګزمې ته اړتيا ليدل کيږي. " |
دبېلګې په توګه يوشمېر خلک دخپلوسيمودامنيت دخونديتوب په موخه ګزمې کوي او يو شمېرنوربيا دځنګلونو، ځمکواو بڼونودحاصلاتودساتنې له پاره داکارترسره کوي. په دې توګه ويلی شو، چې ګزمه په يوه هېواد کې دامنيت دتامين غوره لار ده او په هغوسيموکې، چې دپوليسوګزمې نه وي، هلته امنيت هم له ګواښ سره مخ کيدونکی وي. |