 | | | مدني قانون دټولنې دغړو شخصي احوال او موضوعات ترڅېړنې لاندې نيسي. |
دافغانستان مدني قانون دمحمدداوود په واكمنۍ كې د ١٣٥٥ کال دسلواغې په ميا شت كې تصويب شو چې تر دې دمه نافذ دى. دا قانون څلور فصلونه او ٢٤١٦ مادې لري ، چې هر فصل يې ځانګړي موضوعات څېړي. مدينه په عربي ژبه کې ښار ته وايې اوداچې دغه قانون دښار او بازار مسايل تنظيموي، مدني قانون يې بولي. دافغانستان دعلومو اكاډمۍ دفقهې اوقانون دڅانګې علمي غړي دكتورشيرعلي ظريفي دمدني قانون په اړه وويل: "مدني قانون دټولنې دغړو شخصي احوال لكه نكاح، طّلاق او داسې نور موضوعات تر بحث اوڅېړنې لاندې نيسي." دكابل ښارديوه دارالمعلمين استاد، مولوى غلام الله نبوي وايې چې مدني قانون د كور نۍ دغړوترمينځ اصول اونظام جوړوي . كه څه هم په افغانستان كې دنوي پارلمان له جوړښت څخه وروسته ډېر قوانين دملي شورا له خوا تصويب شول خومدني قانون لا تراوسه هماغه زوړ دى. په ولسي جرګه كې دپكتيكا دخلكواستازې او دښځو،مدني ټولنې اوبشري حقونو دكميسيون غړې مېرمن غرغښته كټوازۍ وايې :  | | | مدني قانون د كور نۍ دغړوترمينځ اصول اونظام جوړوي . |
"دولسي جرګې دتقنيني چاروكميسيون اوعدليې وزارت تر مينځ خبرې روانې دي څو داوسني قانون نيمګرتياوې پوره او يوه نوې مسوده جوړه كړي." |