دبشري حقونو دنړيوالې اعلاميې ترمخه هرانسان حق لري بهر ته سفروكړي خوكله ناكله دولتونه ځيني وګړي بهرته له تګ نه منع كوي. دې ډول وګړوته ممنوع الخروج وايي چې د جنايي ياسياسي تورونو له امله دعدلي او قضايي ارګانونو له لوري ترتعقيب او پلټنې لاندې وي . دغه ارګانونه دخپلې پلټنې او تحقيقاتو دبشپړولولپاره له هېواد څخه دهغوى وتل ممنوع اعلانوي. د افغانستان د بشري حقونو په خپلواك كميسيون كې د حقونو څخه دسرغړونود څېړنې د څانګې مشر، شمس الله احمد زى، وايې: " دغه ډول كسان د څارنوالۍ او محكمې له خواتشخيص كېږي اوبيابهرته دتګ څخه دمخنيوي لپاره سرحدي پوليسو ته ورپېژندل كېږي."  | | | ممنوع الخروج هغه څوک دی چې دعدلي او قضايي ارګانونو له لورې ترتعقيب لاندې وي . |
د څارنې اونظارت په چاروكې دلويې څارنوالۍ مرستيال، رحمت الله نظري په وينا د محکمې اوڅارنوالۍ تر برا ئت وروسته دا وګړي بهرته سفرکولای شي . داچې په عامووګړو ديوه تن د ممنوع الخروج كېدواغيز څه دی، نظري وايي چې داکارپه ټولنه كې دجرايموکچه را ټېټوي او قانون تطبيق کيږي . همد اراز په حقوقي اوجرمي دوسيو كې دڅو تنودككړتيا په صورت كې ديوه تن ممنوع الخروج ګرځېدل، دبل لوري دحقونوله تلف كېدو مخنيوى كوي. |