BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:44 گرينويچ 2009 ,09 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اولس خبرې: په ټاکنوکې دښځوونډه

عکس اخيستنه
دښځورايه ورکونه له نارينه وو جلا اودرايې ورکونې کارت ته دښځې تصوير اختيارې دى.
دافغانستان داساسي قانون ددېرشمې مادې پربنسټ، دافغانستان ټول وګړې،نارينه او ښځينه،دټاکلو اوټاکل کېدوحق لري.

دټولټاکنودخپلواک کميسيون وياند،نورمحمدنور، دولسمشرۍ دوهم پړاو ته دنوم ليکنې په پروسه کې دښځو دونډې په اړه وويل:

"د١٣٨٧ کال دميزان له مياشتې دهماغه کال ترپايه له څلورو ميليونو زياتوکسانو،چې دوه ميليونه يې ښځې دي ، خپل نومونه ثبت کړې دي."

خو لاهم ډېری ښځې دبېلابېلو لاملونو له کبله ندي توانېدلي چې پدې پروسه کې برخه واخلي. دجلال اباد ښار يوه اوسېدونكې، شافيه وايي:

"داچې ښځو ته د کارت اخيستنې لازم شرايط په پام کې نه دي نيول شوي، کورنۍ راته دنوم ليکنې اجازه نه راکوي. "

دنورمحمد نورپه وينادانتخاباتودقانون دڅلوېښتمې مادې په اساس،دغه کميسيون دند ه لري چې په ټول هېوادکې رای ورکولو مرکزونه جوړکړي.

 ډېری ښځې دبېلابېلو لاملونو له کبله ندي توانېدلي دټولټاکنوکارت واخلي.

پدې مرکزونوکې به دښځورايه ورکونه له نارينه وو څخه په بشپړ ډول جلاوي اودرايې ورکونې د کارت لپاره دښځې تصوير اختيارې دى.

په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازې شينکى کړوخيل وايي چې ښځې هم کولای شي په سياسي،اقتصادي اوټولنيزوچاروکې ونډه واخلي.

کوکنارد ولس خبرې
نشه يې توکي
ديپلومد ولس خبرې
ديپلوم
کانديداند ولس خبرې
کانديد
الوتکهد ولس خبرې
هوايي حريم
دافغانستان دقلم ټولنهد ولس خبرې
قلم ټولنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>