کانديد لاتيني کلمه ده چې وروسته فرانسوي ته راغلې ده. په فرانسوي کې ورته کاند يدا وايي اووروسته نورو ژبوته هم تللې ده. په پښتو کې نوماند هم ورته وايي،خو د ولسي جرګې د غړې، آرين يون ،په وينا په اسا سي قانون کې د کانديد کلمه هم کارول شوې ده. د ولس مشرۍ د چوکۍ کانديد هغه څوک دی چې غواړي په ټاکنو کې د نورو کانديدانو ترڅنګ ددغې چوکۍ ګټلو ته ودرېږي. ولس مشرۍ ته د ځان کانديدلو لپاره بايد يو کانديد لږ ترلږه د لسو زرو کسانو لا سليکونه د ټاکنوکمېسيون ته وسپاري. آرين يون وويل : " داساسي قانون له مخې د ولس مشرۍ کانديد بايد د افغانستان تابعيت ولري. څلو ېښت کلن شوی ، مسلمان او په کوم جرم تورن نه وي.  | | | د ولس مشرۍ کانديد بايد د افغانستان تابعيت ولري،څلويښت کلن شوی او مسلمان وي. |
هرڅوک چې پورته ياد شوي شرايط پوره کړای شي ، کولای شي د افغانستان د ولس مشر ۍ چوکۍ ته ځان کانديد کړي. د کانديدانو تعداد محدود ندی، د ښځينه او نارينه کانديدانو تر مينځ په شرايطو کې هېڅ توپير نه شته." په کليو کې خلک د ملکتوب مقام ته او همدا رنګه د ځينو شوراګانو لکه کليوالي او قومي شوراګانو مشرتابه ته هم ځانونه کانديدوي. |