هر هېواد ځمکنی او هوايي حريم لري. ځمکنی حريم د يو هېواد د پولو دننه ځمکې ته او هوايي حريم د همدغې ځمکې دپاسه فضاته ويل کيږي. د يو هېواد دپاسه ټوله فضا د نوموړي هېواد هوايي حريم ګڼل کېږي. کله چې د يو هېواد هوايي اجسام لکه الوتکې، د هوا بالونونه او داسې نور د بل هېواد فضا ته ننوځي وايي چې دهغه هېواد هوايي حريم ته ننوتل. د يو هېواد ملکي الوتکې د بل هېواد هوايي حريم ته تر ننوتلو مخکې اجازه اخلي خو د جنګي الوتکودننوتلومخنوی کيږي. جنرال عبدالوهاب وردګ، د هوايي قواوو دقول اردو دارکان رييس، وايي: " د هوايي حريم د ساتنې دنده د هوايي قواوو پۀ غاړه ده. په هوايي قواوو کې رادار ، جيټ الوتکې او توپچي برخه راځي . کله چې ديو هېواد د بل سره مناسبات وران شي، هوايي حريم تړل کېږي.  | | | د يو هېواد ملکي الوتکې د بل هېواد هوايي حريم ته تر ننوتلو مخکې بايداجازه واخلي |
ټول هېوادونه د خپل هوايي حريم څخه د بل هېواد د ملکي الوتکو د تېرېدو په صورت کې ټکس اخلي. دخت السير نه دسرغړونې په صورت کې د نوموړي هېواد د سوق اداره ورته خبر ورکوي چې بېرته خپلې لارې ته برابره شي. د يو هېواد د ځمکني حريم يوه برخه کېدای شي بل هېواد ته وسپارل شي لکه د سفارتونو ځمکه، خو هوايي حريم نۀ سپارل کېږي . |