 | | | په ١٣١٥ شمسي کال دکابل په پوهنتون کې د عدلي طب څانګه هم رامينځ ته شوه. |
عدلي طب د طب يوه څانګه ده چې طبي مهارتونه د عدلي او قضايي مسايلو سره د مر ستې لپاره کاروي اوعام طب دناروغيوعلاج کوي. د انسان دکړو وړو د عدلي څېړنو لومړنۍ بېلګه تر ميلاد دوه نيمې پېړۍ وړاندې يوناني ارشيميدس وړاندې کړه. هغه د سروزرو يو تاج ته د زيان رسولو پرته دا معلومول چې نوموړی تاج مکمل سرۀ زر ندي . خو په اوسنۍ بڼه عدلي طب په نولسمې پېړۍ کې د عام طب د يوې څانګې په توګه کار پيل کړی دی. دا چې په افغانستان کې څه وخت رامېنځ ته شوی، د عدلي طب د رياست ډاکټر نصرالله اورياخېل وويل: " په ١٣١٥ هجري لمريز کال ،کله چې په کابل پوهنتون کې د طب پوهنځی جوړشو، د عدلي طب څانګه هم رامينځ ته شوه. وروسته د ضرورت له مخې د عدلي طب رياست جوړ شو.عدلي طب په لاندې پينځو برخو کې کارکوي:  | | | په اوسنۍ بڼه عدلي طب په نولسمې پېړۍ کې د عام طب د يوې څانګې په توګه کار پيل کړی دی. |
فوتي ، حياتي ددوسيودڅېړنې ، د پېښو دمدارکو اود ډاکټرانود کاري سرغړونو په برخه کې. عدلي طب په کابل کې رياست او په هرات او مزارشريف کې يو يو ډاکټر لري خو په پام کې ده چې په ځينو نورو ولاياتوکې يې هم څانګې جوړې شي. خلک کولای شي دمشکوکو جنايي پېښو په صورت کې خپلو سيمه ييزو چارواکو ته د عدلي طب د ډاکټرانو د غوښتنې لپاره مراجعه وکړي . |