دافغانستان د اساسي قانون پر بنسټ افغانان حق لري چې خلکو ته د ځينو خدمتونو په وړاندې کولو کې پانګه اچونه وکړي. د بېلګې په توګه مکتب يا روغتون جوړ کړي او يا ځينې خدمات له دولت نه په اجاره واخلي ، دې کار ته په خصوصي سکتور کې شاملول يا خصوصي کول وايي دا چې خصوصي سکتور څه ته وايي او له دولتي سکتور سره څه توپير لري، د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد حميدالله فاروقي وويل: " خصوصي سکتور هغو اشخاصو يا کورنيو ته وايي چې د خپلو مادي امکاناتو په وسيله ټولنې ته خدمتونه وړاندې کوي او ګټه يې په دوئ پورې اړه لري. په کومه برخه کې چې دولت فعاليتونه کوي ،ګټه او تاوان يې دولت ته رسېږي هغه دولتي سکتور او کومه چې په خلکو پورې اړه لري خصوصي سکتور دی. کله چې دولت ځينې خدمتونه ونشي کړای ترسره يې کړي يا يې امکانات ونلري ،پدې صورت کې يې خصوصي سکتورته سپاري او له هغوئ ماليه اخلي. په افغانستان کې همېشته خصوصي سکتور وجود درلود خو ځېنې وختونه داسې وو چې دولت ورته ډېره پاملرنه نه کوله.  | | | کله چې دولت دځينوخدمتونودترسره کولوجوګه نه وي ، خصوصي سکتورته يې سپاري . |
خصوصي سکتور خلکو ته د کار زمينه مساعدوي، د پانګوالو د رقابت له امله قيمتونه ټيټېږي او هغه شيان توليدوي چې خلک ورته اړتيا لري" په اساسي قانون کې راغلي چې د افغانستان اقتصادي نظام د بازار نظام دی. په دې نظام کې دولت د خصوصي سکتور ملاتړ کوي او د پرمختګ زمينه ورته برابروي. په کليو کې دوکانونه ، کرنيزې ځمکې ، ځېنې وړې کارخانې ، مالداري او باغونه دا ټول په خصوصي سکتور پورې اړه لري. |