 | | | په استجواب کې غوښتل شوی چارواکی کولای شي پۀ شفاهي يا ليکلې بڼه ځواب ووايي. |
د ولسي جرګې يوه دنده هم د وزيرانو او نورو حکومتي ادارو د کارونو څارل او د ستونزو او سرغړونې په صورت کې د مسوولو کسانو استجواب دی. د ولسي جرګې غړې مېرمن آرين يون وويل: "استجواب يعنې جواب غوښتل. کله چې د ولسي جرګې وکيلان وزير د هغه پۀ وزارت کې د کومې ستونزې د وضاحت لپاره پوښتې ، استجواب ګڼل کيږي. عام خلک هم ديوه وزارت پۀ کارکې د ستونزې پۀ ليدو کولای شي د سيمې وکيلان خبر کړي چی دا خبره ولسي جرګې ته ورسوي. نوموړی وکيل د ستونزې د مهموالي پۀ صورت کې نور وکيلان بايددې ته چمتو کړي چې د ياد شوي وزارت وزير استجواب ته وغواړي ." دا چې استجواب د کليوالو خلکو کوم کارته ورته دی، د کابل د قره باغ د ولسوالۍ د درګې د کلي اوسېدونکي ذبيح الله وويل: " لکه پۀ کلي کې چې د ملک په کارونو کې ستونزه وي او د کلي سپين ږيري يې وغواړي او پوښتنه ورڅخه وکړي چې ولې؟"  | | | په استجواب کې چارواکې لۀ دندې څخه نۀ ګوښه کېږي خو په استيضاح کې کيدای شي ګوښه شي. |
په استجواب کې غوښتل شوی چارواکی کولای شي پۀ شفاهي يا ليکلې بڼه ځواب ووايي. که يې ځوابونه د قناعت وړ نه وي نو بيا استيضاح ته غوښتل کېږي. دا چې استيضاح لۀ استجواب سره څۀ توپير لري، د ولسي جرګې غړې شکريې بارکزۍ وويل: " په استجواب کې چارواکې لۀ دندې څخه نۀ ګوښه کېږي . که پۀ استيضاح کې يې ځوابونه د قناعت وړ نه وي ، وکيلان کولای شي هغه لۀ دندې ګوښه يانې صلاحيت ورڅخه واخلي" |