BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:45 گرينويچ 2008 ,10 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: ډيپلومات

لۀ کله نه چې د نړۍ هېوادونه د پرمختګ پۀ فکرکې شوي، نو ددې موخې د لاسته راوړلو لپاره هر هېواد هڅه کوي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري.

نو پۀ همدغه وجه هېوادونه پۀ خپلوکې د يو، بل ډيپلوماتان مني، خو څۀ فکر کوئ، چې ډيپلومات چاته ويل کيږي؟ حکمت الله يې پۀ اړه وويل:

"ډيپلوماتان د يوۀ هېواد استا زو ته ويل کېږي، چې په بل هېواد کې د خپل هېواد استازيتوب کوي، لکه: سفيران او داسې نور خلک".

ګل رحمن وويل: "که د انجلۍکور ته د مرکې لېږلو ته وګورو نودا پخپله د ډيپلومات يوه بېلګه ده، چې د دوه کورنيو ته ترمنځ اړيکه ټينګوي.

ډيپلوماتان هم د دوه هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښۀ کېدو او پرمختګ لپاره کار کوي او ډيپلوماتان پۀ بهرنيو هېوادونو کې خپله دنده پرمخ بيايي".

د علومو اکاډمۍ دخپرونو رئيس سرمحقق سيد امين مجاهد وويل: "ديپلوماتان د خپل هېواد سياسي استازي دي پۀ بل هيواد کې.

ټول هغه کسان چې دخپل هېواد د بهرني سياست پۀ برخه کې کارکوي ډيپلومات بلل کېږي،

ډيپلوماتان د يوۀ هېواد د باندنيو چارو وزارت پۀ وړانديز او د ولسمشر پۀ منظورۍ پر دندو ګمارل کېږي.

ډيپلوماټان او اړيکې
ډيپلوماټ
 ډيپلوماټان کولای شي د هېوادونو د اړيکو د ښۀ کېدو لپاره کار وکړي.

ډيپلوماتان دنده لري، چې د خپل هېواد او هغه هېواد، چې دی پۀ کې دنده لري د سياسي اړيکو پۀ ښه کېدو کې کار کوي کيدای شي دا اړيکې دسوداګرۍ، اقتصاد او ياهم نورو برخو کې وي.

په کوربه هېواد کې د کار د زمينې برابرول، د هغوی امنيت ساتل او ورسره د سياسي کسانو پۀ څېر سلوک کول د ډيپلوماتانو حقونه دي."

هرهېواد چې غواړي لۀ نورو هېوادونوسره اړيکې پياوړې کړي نو هڅه کوي، چې هلته ډيپلوماتان ولري،

ځکه چې ډيپلوماټان کولای شي د هېوادونو د اړيکو د ښۀ کېدو لپاره کاروکړي.

رضاکارې شوراګانېد ولس خبرې
رضاکارې شوراګانې
د فوټبال فدارسيوند ولس خبرې
فدراسيون
نوم ليکنهد ولس خبرې
نوم ليکنه
توربازارد ولس خبرې
توربازار
:ملي پارک ( دامير بند)د ولس خبرې
ملي پارک
باميانو ته سياحتد ولس خبرې
سياحت
اجباري زده کړېد ولس خبرې
اجباري زدکړې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>