BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:24 گرينويچ 2008 ,09 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: ملي پارک

ملي پارک ( دامير بند)

په نړۍ کې داسې ډېر ځايونه شته، چې هلته سيلانيان ورځي،ځينې وختونه دا سيمې د دومره داهميت وړ وګرځي، چې ملي پارکونه ونومول شي .

خوملي پارک څه ته وايي؟ سيدالرحمن، چې د امير بند ليدو ته راغلی و پۀ اړه يې داسې وويل:

" ملي پارک هغې سيمې ته وايي، چې د ښکلا او طبيعت له مخې ساری ونۀ لري او يا داسې حيوانات او بوټي هلته وي، چې ډېر لږ پيدا کېږي "

خو کومه سيمه ملي پارک نومول کېدای شي؟ د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې چارواکي سيد سليمان سالاري يې پۀ اړه وويل:

" هغه سيمې چې دطبعی ښکلا، مارغانو، ژويواو بوټو لۀ اړخه ساری ونۀ لري اودولتونه يې د ساتنې لپاره قانون ولري، ملي پارک نومول کيدای شي".

کومه سيمه چې ملي پارک ونومول شي نړيوال شهرت او ارزښت پيدا کوي، ساتنه يې کېږي اوچې ښکلې وساتل شي نو د سيلانيانو د پام وړهم ګرځي.

ملی پارک ( امير بند )
ټاکل شوې، امير بندته چې يو طبيعی بند دی د افغان دولت له لوری د ملي پارک نوم ورکړل شي.

ټاکل شوې امير بندته چې يو طبيعي بند دی افغان دولت د ملي پارک نوم ورکړي، خود چاپيريال ساتنې ملي اداره وايي، چې ځينې شرايط ايښوول شويدي.

سيد سليمان سالاري دشرايطوپه اړه وويل:"د سيمې خلکو او هغو کسانو نه، چې د نوموړي بند ليدو ته ورځي غوښتل شوي چې د بند ساتنه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې خلک بايدښکار ونه کړي، اوبه يې ناولې نه کړي او يا بل داسې کوم عمل ونۀ کړي، چې لۀ امله يې بند ته زيان ورسېږي.

باميانو ته سياحتد ولس خبرې
سياحت
اجباري زده کړېد ولس خبرې
اجباري زدکړې
نړيوال بانکد ولس خبرې
نړيوال بانک
ډنډونه او مرغاند ولس خبرې
د رامسر کنوانسيون
ستراتېژيد ولس خبرې
ستراتېژي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>