BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:32 گرينويچ 2008 ,02 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې : د رامسر کنوانسيون

رامسر کنوانسيون، ډنډونه او مرغان

د چاپېريال ساتنې لپاره په نړيواله او دهېوادونو په کچه ځيني قوانين جوړ شوي، چې افغانستان هم په دې برخه کې خپل قانون لري.

څۀ موده مخکې د افغانستان ولسي جرګې د ډنډونو ساتنې په نړيوال کنوانسيون کې د دغه هېواد غړيتوب تائيد کړ.

دا چې دا کنوانسيون څه ډول کنوانسيون دی؟ د کابل اوسېدونکی بلال وويل: "د ډنډنو ساتنې نړيوال کنوانسيون د نړۍ د هېوادونو تر منځ يو تړون دی،

دهغو ډنډونو ساتنې لپاره چې مرغان، کبان او نور ژوندي موجودات پۀ کې ژوند کوي جوړ شويدی".

د افغانستان د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې چارواکي سيد سليمان وويل: "د ډنډونو ساتنې نړيوال کنوانسيون چې د رامسر په نامه هم ياديږي

پۀ (١٩٧١) ميلادي کال د ايران د رامسر پۀ ښار کې جوړ شو، چې د افغانستان پۀ ګډون د نړۍ (١٥٨) هېوادونه يې غړيتوب لري.

دا تړون پۀ نړۍ کې د ډنډونو، جبه زارونو او تالابونو ساتنه کوي، د تړون هېوادونه اړ دي چې پۀ ډنډونو کې د هرډول ښکار، د ډنډونو د ککړتيا او د ځمکود غصب مخنيوی يې وکړي".

د رامسرکنوانسيون لوګو
د رامسر کنوانسيون د طبيعي ډنډونو د ساتنې لپاره جوړ شويدی.

د ډنډونو د ګټو په اړه يې د لوګر ولايت اوسېدونکی انجينير فضل احمد چې پۀ کابل کې د قول حشمت خان د طبيعي ډنډ پۀ برخه کې کار کوي وويل:

"که طبيعي ډنډونه وساتل شي د ځمکې لاندې بۀ د اوبو کچه لوړه شي، د هغو مرغانو د اوسېدو ځايونه به وساتل شي، چې لۀ يوۀ ځای نه بل ځای ته سفر کوي او ورسره به يې نسلونه هم زيات شي.

د هوا پۀ پاکوالي کې هم مرسته کوي او که دا ډنډونه وساتل شي د سيلابونو د وراني مخنيوی هم کېدای شي او هغو سيمو کې چې دا ډنډونه شته د څښاک پاکې اوبۀ به ډېرې شي".

د خلکو مسؤليت څه دی؟ سيد سليمان وويل: "خلک بايد دا ډنډونه ککړ نۀ کړي او نۀ پۀ کې داسې کار وکړي، چې مرغان او نور ژوندي موجودات ورنه تېښتې ته اړ شي".

که طبيعي ډنډونه وساتل شي سيمه به هم ښکلي او سيلانيان به ورته راځي چې د سيمې اوسېدونکي به ګټه هم وکړي.

ستراتېژيد ولس خبرې
ستراتېژي
د خصوصي ښوونځی زده کوونکيد ولس خبرې
خصوصي زده کړې
اعتصابد ولس خبرې
اعتصاب
د سروې يو ووړ ټيمد ولس خبرې
سروی
ښوونځید ولس خبرې
د پرمختيايي شوراګانو دندې
انحصارد ولس خبر
انحصار
په يوه کلي کې د اوبو بمبهد ولس خبرې
انکشافي شوراګانې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>