 | | | دخصوصي تعليمي موسسو نصاب د پوهنې وزارت لۀ لوري ورکول کېږي. |
د خصوصي تعليمي موسسو مقرره په (١٣٨٦) کال کې د ولسي جرګې له لارې تصويب شوه او تر اوسه پورې ( ٢٠٨) خصوصي ښوونځي ثبت شوي دي. دکابل ښار اوسېدونکې عاليې وويل: "خصوصي تعليمي موسسې هغه دي چې خلکو جوړې کړې وي، نه دولت، دولت يوازې د فعاليت اجازه ورکړې وي". د کابل اوسېدونکي احمد تميم وويل: "خصوصي تعليمي موسسې د شخصي روغتونو او ټيلويزيونونو پۀ څېر د خلکو له خوا جوړې شوې وي او دولت يې څارنه کوي". د پوهنې وزارت دمنځنيو زده کړو رئيس دستګير منير وويل: "دخصوصي تعليمي موسسو نصاب د پوهنې وزارت لۀ لوري ورکول کېږي. دا موسسې کولای شي د پوهنې وزارت د ورکړل شوي نصاب ترڅنګ ځينې نور ځانګړي مضمونونه هم تدريس کړي، لکه: کمپيوټر، ديني تعليمات.... د دغو موسسو تعليمي نصاب يا درسي پلان بايد د افغانستان د دين مذهب، ملي او تاريخي ارزښتونو خلاف نه وي". د ولسي جرګې د ديني، فرهنګي، معارف او لوړوزدکړ چارو د کميسيون غړې ساهرې شريف وويل:  | | | نصاب يا درسي پلان بايد د افغانستان د دين مذهب، ملي او تاريخي ارزښتونو خلاف نه وي". |
"په مقرره کې پريکړه وشوه چې د خصوصي موسسو نصاب بايد د پوهنې وزارت نصاب وي. فيس يې د خلکو د وسې او توان سره برابر وي او کارونه يې د افغانستان د اساسي قانون خلاف نه وي". د افغانستان د اساسي قانون د(١٠،١٧او٤٦) مادې پر بنسټ هم خصوصي تعليمي موسسو ته د فعاليت حق ورکړل شوی دی. د کابل د شکر درې اوسيدونکی روح الله وويل: "دولت نه شي کولای ټولو خلکو ته د زدکړو زمينه برابره کړي نو ځکه يې خصوصي تعليمي موسسو ته د فعاليت اجازه ورکړې ده". دستګير منيريوځل بيا: "د وګړو نفوس ورځ پر ورځ مخ په ډېرېدو دی، دا موسسې د ښوونکو د تعليمي سويې پۀ لوړولو کې مرسته کوي او د زدکړو زمينه برابروي". |