BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:16 گرينويچ 2008 ,17 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې : ښځې او انتخابات

ښځې او انتخابات
په انتخاباتو کې د ښځو رايه ورکول او ځان کانديدول ډېراهميت لري.
د اساسي قانون په(٣٣)ماده کې ويل شوي د افغانستان ټول اتباع حق لري چې خپله انتخاب شي او يا هم نور کسان انتخاب کړي د ټولو اتباعو نه مقصد ښځې او نارينه دي .

همدارنګه د ښځو د سياسي حقونو د نړيوالې اعلاميې په اساس هم په انتخاباتو کې برخه اخيستنه د ښځو يو سياسي حق بلل شوی چې د نړۍ د ټولو هيوادونو له لوري لاسليک شوې.

په تيرو انتخاباتو کې تر يوه حده ښځو ونډه اخيستې وه او په راروانو کې هم کولای شي برخه واخلي رايه ورکړي او ځانونه کانديد کړي .

خو که ښځې دخپل دغه سياسي حق نه ګټه واخلي اهميت به يې څه وي؟ دکابل ښار يوې ښوونکې ملالۍوويل :"که ښځې په ټاکنوکې برخه ولري اوکوم ځای ته ورسېږي

 هغه ښځې چې غواړي ځان کاند يدکړي بايدهمدا اوس لاس په کارشي

نووبه کولای شي د ښځوستونزې په ښه توګه ترچارواکوورسوي ،ځکه هغوئ د ښځوپه ستونزو ښې پوهېږي .د ښځو او نارينه وو ستونزې سره توپير لري.

مثلاً ښځې نه شي کولای خپلې روغتيايي ستونزې نارينه ډاکټر ته ووايي . خو ښځينه ډاکټرې ته يې په اسانۍ ويلای شي او هغه هم ورباندې په اسانه پوهېږي ".

د ولسي جرګې غړې شينکۍکړوخېله څرګندوي:"په انتخاباتو کې د ښځو رايه ورکول او ځان کانديدول ډېراهميت لري.

ښځې او انتخابات
په راروانوانتخاباتوکې هم د تېرو په څېرښځې کولای شي رايه ورکړي او ځانونه کانديد کړي .

که ځانونه کانديدکړي او بريالي شي نو د هيواد په چاروکې به په ډېرې اسانۍ د ښځو ستونزې او ګټې په پام کې ونيولای شي."

هغه ښځې چې غواړي رايه ورکړي او ياهم د کومې څوکۍ لپاره ځانونه کاندي کړي بايد سر له همدا اوس نه په دې فکر وکړي .

چې په دې لاره کې کومې ستونزې لري او څنګه کولای شي دا ستونزې هوارې کړي او په دې برخه کې له چا نه مرسته غوښتلای شي .

سرشمېرنه د ولس خبرې
سرشمېرنه
دانتخاباتو سيسټم د ولس خبرې
دانتخاباتو سيسټم
اسلامي کنفرانس د ولس خبرې
اسلامي کنفرانس
د ملګرو ملتونو د ماين پاکولو مرکز د ولس خبرې
د ملګرو ملتونو د ماين پاکولو مرکز
 خلک او قانون د ولس خبرې
خلک او قانون
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>