BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:30 گرينويچ 2008 ,12 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې : د ملګرو ملتونو د ماين پاکولو مرکز

UN-MACA

(UN-MACA) يا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماين پاکوونې مرکز، د يونېسيف ، يونېسکو او داسې نورو پۀ څېر، د ملګرو ملتونو يو سازمان دی.

د(UN-MACA) پۀ اړه دنوموړي سازمان يوتن غړي صديق راشدوويل:" (UN-MACA) يا دا فغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماين پاکوونې مرکز پۀ ( 1998)کال رامنځته شو .

پۀ پيل کې يې نوم بل څۀ وۀ خو وروسته بيا د( Mine Action Center for Afghanistan) يا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماين پاکوونې مرکز پۀ نامۀ ونومول شوه.

د نوموړي مرکز د جوړونې يوازنۍ موخه دا وه، چې پۀ افغانستان کې د ماين پاکوونې چارې سمې کړای شي، چې اوس هم همدغه ترسره کوي.

تراوس مهاله پورې د افغانستان له ( ١٢٠٠٠) ماين لرونکو سيمو څخه د ( ١٣٠٠) کيلو مترو څخه ډېره ځمکه ، د ماين پاکۍ مؤسسو پاکه کړېده.

UN-MACA
 پۀ افغانستان کې د( يو. ان. مه. کا.) دمرکز جوړونې يوازنۍ موخه د ماين پاکوونې د چارو سمون دی.

همدارنګه ( ١٥ ) ميليونه افغانان د ماينونو لۀ ګواښ څخه خبر شويدي."

پۀ افغانستان کې (UN-MACA) دماينونواوناچاوده توکوسيمې پيداکوي او ارزوي يې، ارزول شوي سيمې بيا د ماين پاکۍ نورې موسسې لکه: ( اومر،ای ټي سي، يو ان ډی سي اوايی ټي سي يې پاکيږي.

ماين پاکونکي محمد اشرف وويل:" موږ ددې دندې پۀ مرسته هم خپلې کورنۍ ته ډوډۍ برابرو،ورسره د نورو کسانو ژوند هم د ماينونو لۀ ګواښ نه ژغورو.

( ١٢ ) کاله کېږي چې زه د ماين پاکۍ کار کوم،ډېر همکاران مې مړۀ يا ټپيان شول، خو بيا هم موږ دا دنده سرته رسوو چې د نورو ژوند وژغورو."

دلوګر اوسيدونکې شهيرې وويل:" د(UN-MACA) يوه ګټه داده، چې خلک د ماينونو لۀ ګواښونو نه خبروي، پوهوي يې،

چې ماينونه او ناچاوده توکي د خلکو ژوند لۀ خطر سره مخامخولای شي.

"

ماين پاکوونکي
پۀ افغانستان کې ( يو. ان. مه. کا) ماين لرونکې سيمې پيداکوي بيا يې ماين پاکان پاکوي.

صديق راشد وويل:"اوس مهال پۀ افغانستان کې پۀ (٢٣٠٠ ) کليواوبانډوکې لږ تر لږ ( ٢.٤ ) ميليون وګړي دماين لۀ ګواښ سره مخامخ دي.

د( اوتاوا)کنوانسيون چې دانسان ( پرسونل ضد) مايونو د مخنيوي پۀ موخه د ځينو هېوادونو ترمنځ چې افغانستان يې هم غړيتوب لري،

يو منل شو ی تړون دی، وايي چې :( افغانستان بايد تر( ٢٠١٣م )کال پورې لۀ ماينونو څخه پاک شي.)"

 خلک او قانون د ولس خبرې
خلک او قانون
 پوځي پرېډ( رسم گذشت ) د ولس خبرې
پوځي پرېډ( رسم گذشت )
قانوندولس خبرې
قانون
د ماشومانو سزاد ولس خبرې
د ماشومانو سزا
د ولس خبرې: تبعيضد ولس خبرې
تبعيض
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>