|
د ولس خبرې: د ماشومانو سزا | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان د اساسي قانون پر بنسټ هغه کس چې اتلس کاله منګ ( عمر ) يې نه وي بشپړ کړی ماشوم ګڼل کيږي . خو ماشومانو ته د هغوئ د سرغړونو سزا ورکول جواز لري ؟ فيض الله وويل : (( که ماشوم يا لوی ته دجرم سزا ورنکړل شي ښايي نورخلک هم جرمونه وکړي )) خو د کابل ښار اوسېدونکي الياس کاکړ وويل: (( ماشومانوته د هغوئ د سرغړونو سزا ورکول جواز نه لري، ځکه چې هغوئ پۀ ښواو بدو نۀ پوهيږي، که سزا ورکړل شي ښايي لۀ هر څۀ زړۀ تورن شي )) د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون حقوقي سلاکار محمد محسن فريد په دې اړه داسې وويل : (( ماشومانو ته د مجرم کليمه نۀ کارول کيږي، بلکې سرغړوونکي ګڼل کيږي. دسزا ورکړې پر ځای يې دسمون ( اصلاح ) لارې چارې لټول کيږي . ماشومان د سمون او روزنې پۀ مرکزونو کې له درې مياشتو نه تر پېنځو کالو پورې ساتل کيږي، چې دا هم پخپله يو ډول سزا ده. )) خو د اسلام دين پۀ دې اړه څۀ وايي؟ مولوي عبدالرحيم وويل: (( هغه سزاګانې چې د اتلس کالو نه د ډېر عمرخلکو ته ټاکل شوي، ماشومانو ته نه ورکول کيږی . لکه:که لويان وژنه ( قتل ) وکړي قصاصيږي، خو ماشومان نۀ قصا صيږي،ځکه چې ماشومانو ته سختې سزاګانې نۀ ورکول کيږي.)) د خو ست اوسېدونکي سردار وويل : (( ماشومان د ښو او بدو توپير نۀ شي کولای ، داسې عمر ته نۀ وي رسېدلي چې کومه پريکړه دې وکړای شي ،سزابايد ورنکړل شي . )) خوکه ماشوم ته د لويانو پۀ څېر سزا ورکړل شي اغېزه به يې څۀ وي؟ محمد محسن فريد وويل:
(( ماشومانو ته سخته سزاورکول د هغوئ وده اغيزمنوي، د اصلاح مخنيوی يې کوي او سزا ورکړې سره ښايي زړه تورن هم شي . )) د ماشومانو دسرغړونو قانون د (٥٧ ) مادې پربنسټ هغه ماشومان چې اتلس کاله منګ يې نۀ وي بشپړ کړی، پلرونه او ميندې يې قانوني سرپرستي پر غاړه لري. تاسو د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې له پاره څۀ کولای شئ، او څنګه کولای شئ چې د سرغړونو پروړاندې هغوئ سره ښۀ چلند وکړئ! |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||