BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:03 گرينويچ 2008 ,13 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې : استيضاح

ولسي جرګه
ولسي جرګه د اساسي قانون د په پام کې نيولوسره يو وزير استيضاح کولای شي.
د افغانستان د اساسي قانون د پنځم فصل د ( ٩٢ ) مې مادې له مخې ولسي جرګه کولای شي چې په سلو کې دشلو وکيلانو په وړانديز له هر وزير څخه استيضاح وکړي .

همدارنګه د ولسي جرګې د داخلي اصولو په (١٠١ ) ماده کې راغلي چې ولسي جرګه د اساسي قانون د ( ٩٢) مادې په پام کې نيولوسره يو وزير استيضاح کولای شي.

شکرالله چې په کابل کې د انګليسي ژبې ديوه کورس خاوند دی، په دې اړه وايي :

” استيضاح د وضاحت غوښتلوپه ماناده چې ولسي جرګه د حکومت وزيران د اړتيا په وخت کې استيضاح کوي .

د بېلګې په ډول که زما دکورس کوم زده کوونکی راشي او ماته له يوه ښوونکي څخه شکايت وکړي، نو زه هغه ښوونکی را غواړم او د موضوع په اړه پوښتنه ځنې کوم.

که قانع کوونکی ځواب يې رانه کړ نو له دندې يې ليري کوم، لکه څنګه چې ولسي جرګه وزيران استيضاح کوي، دغسي زه دخپل کورس استادان استيضاح کوم“ .

که د استيضاح په نتيجه کې د يو وزيرکارونه سم شول، دخلکو پر ژوند مثبت اغېز کوي.

استيضاح د عربي ژبې کلمه ده چې، د وضاحت غوښتلو مانا لري.

کله چې په ولسي جرګه کې کوم وزير او يا مستقل رئيس استيضاح کوي، نوهغه ته وخت ورکول کېږي چې تياری ونيسي.

په عمومي ډول د ولسي جرګې هر کميسيون کولای شي چې، يو وزير استيضاح کړي او راپور يې عمومي غونډې ته وړاندي کړي.

په دې اړه د ولسي جرګې غړی عبدالکبير رنجبر داسې وايي : ” وزيران او ياهم د کومې بلې حکومتي ادارې چارواکي هغه وخت ولسي جرګه استيضاح کوي چې کارونه يې ناسم او ياهم روښانه نه وي.

د قانون له مخي ولسي جرګې ته ځکه داحق ورکول شوی چې، د ولسي جرګې غړي د خلکو استازي دي او په غير مستقيم ډول خلک کولای شي چې د حکومت کارونه وڅاري او هغوی استيضاح کړي.

د استيضاح اهميت په دې کې دی چې، که يو وزير خپل کار په سم ډول ترسره نه کړي، تر استيضاح وروسته دکار په ساحه کې خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کېږي او هغه سموي.

خلکوته يې ګټه داده چې، کله د استيضاح په نتيجه کې ديو وزير کارونه سم شول ،دخلکو پر ژوند مثبت اغېز کوي.

مثلاً که د کرنې وزير له دې امله استيضاح شي چې ولي يې کانالونه او ويالې نه دي جوړې کړي او يايې اصلاح شوي تخمونه بزګرانوته نه دي رسولي، نوښکاره خبره ده چې داکار به دخلکو په ګټه وي.

کبير رنجبر
ولسي جرګه کولای شي چې د قانون پر اساس يو وزير يا بل چارواکی سلب صلاحيت کړي.

دولسي جرګې دداخلي دندو په اساس يو وزير اويا هم بل حکومتي چارواکي ته له لسو دقيقو نيولې بيا تر نيم ساعت پوري وخت ورکول کېږي چې، د موضوع په باب توضيحات ورکړي.

که په استيضاح کې معلومه شي چې يوه وزير خپل کار سم نه دی کړی، نو ولسي جرګه کولای شي چې هغه د اساسي قانون په اساس سلب صلاحيت او له واک څخه ګوښه کړي.

ولسي جرګه لويه څارنوالي اود قضائيه قوې چارواکي استيضاح کولای شي، خود سلب صلاحيت واک يې نه لري، ځکه چې د نوموړو ارګانو په برخه کې ملي شورا يوازي د څارونکي حيثيت لري.

تعليمي نصابد ولس خبرې
تعليمي نصاب
ليليهولس خبرې
ليليه
دنوبل جايزهد ولس خبرې
د نوبل جايزه
زکاتد ولس خبرې
زکات
فلمد ولس خبرې
سينما
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>