|
د ولس خبرې : سينما | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سينماد هنر يوه څانګه ده چې يوداستان يا يوه کيسه د متحرکو تصويرونو په مرسته نندارې ته وړاندې کوي چې په دې ډول دبيان يوه غوره او موثره وسيله هم ده . دسينما د تعريف په اړه د لغمان ولايت يواوسېدنکی فريد وايي :” سينمايوهنردی چې دهغه په مرسته فلم نندارې ته وړاندې کېږي. مثلاً زه د لغمان ولايت په يوه ليري سيمه کې ځمکه او باغ لرم ، داچې ورتلای نه شم او غواړم چې د خپلوځمکو له حاله خبر شم، نويوچاته دنده ورکوم چې، زما د ځمکې او باغ تصويرونه راولېږي. له دغوتصويرونو څخه پوهېدای شم چې، ځمکه او باغ مې په کوم حال کې دي. دغسي دسينما هنرهم يوه کيسه ده چې دفلم په بڼه نندارې ته وړاندې کېږي او له دې لارې يوڅوک ټولنې ته خپل نظر ويلای شي“. په سينمايي هنر کې ليکوالان، فلم جوړونکي، ممثلين او داسي نور کار کوي. ليکوال، لوبغاړی او فلم جوړوونکی، احمد زبير فرغند په دې باب وايي: ” سينما د تصويرونو يوه مجموعه ده چې يو فلم جوړوي او که په ساده ډول ووايو نو د تصويرونوپه بڼه د ژوند ليدلوته سينما وايي“ . افغان فلم جوړونکی، صديق برمک په دې اړه وايي: ” سينمايي هنر په ( ١٨٩٥ ) ميلادي کال کې رامنځ ته شو خوداچې دغه هنر لومړی په کوم هيواد کې منځ ته راغی په دې اړه بېلابېل نظرونه موجود دي. په افغانستان کې د غازي امان الله خان د پاچاهۍ پر مهال سينمايي هنر دود شو چې اوس ددغه هنر چارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د افغان فلم رياست له لارې پر مخ وړل کېږي. فلمونه معمولاًدوه ډولونه دي چې يو يې مستند او بل يې هنري دي . مستند فلمونه هغه دی چې پرحقيقت ولاړ وي چې دغه ډول فلمونه هم پرڅو برخو وېشل کېدای شي. د بېلګې په ډول تاريخي فلمونه چې پر تاريخي موضوعاتو باندې جوړ شوي وي اويا هم فرهنګي فلمونه چې په هغه کې د يوه هيواد اويا يوې سيمې دود او دستور ښودل شوی وي. هنري فلمونه بيا هغه وي چې په هغه کې دليکوال تخيل او تخليق شامل وي“. په افغانستان کې پخوايوازي ددولت په چوکاټ کې فلمونه جوړېدل. خو اوس مهال دفلم جوړولو ګڼ شمېر شخصي شرکتونه هم جوړ شوي دي چې، دافغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ثبت او رجسټر دي .
داچې سينمادخلکو په ژوند کې څه اغېز درلودای شي، په دې اړه د کابل ښار يو اوسېدونکی، محمود داسې وايي : ” هر فلم يو پيغام لري، نوکه موږ هغه ته ځير شو، ارومرو يوڅه ځنې زده کولای شو. د بېلګې په ډول که په فلم کې زموږ د دود او دستور خلاف يوه خبره وي، نو بايد چې له هغه څخه په خپل ورځني ژوند کې ډډه وکړو اوکه کومه خبره يې زموږ په ګټه وي، نوبايد چې هغه ومنو. فلمونه هم مثبت او هم منفي اړخونه درلودای شي، که موږ يو فلم ګورو، ضروري نه ده چې خامخا دي يې ټولې خبرې ومنو، بايد هغه څه چې زموږ دهيواد له دود، دستور اومذهب سره برابر وي، ومنو اوعمل پرې وکړو. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||