|
د ولس خبرې: عشر | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د اسلام د دوهم خليفه، حضرت عمر فاروق د خلافت پر مهال چې کله افغانانو د اسلام دين ومانه، ورسره سم په فغانستان کې عشر هم رواج وموند. باغوان ګل نومی بزګر دعشر په باب وايي: ”زه د خپلوځمکو د حاصلاتو ټولو پر مهال د حاصلاتولسمه برخه عشر ورکوم، دبېلګې په ډول زه (١٠٠) خرواره غنم حاصل اخلم، بايد چې لس خرواره يې عشر ورکړم“. د کابل ولايت د مرکزي استناف قاضي، قضاوت پال صديق مسلم د عشر په اړه وايي: ”د عشر ورکړه حاصلات پاکوي، نو ويلای شو چې عشر د حاصلاتو صدقه ده.
په قران کريم کې د عشر يادونه شوې او حضرت محمد (ص) هم ويلي چې، د خپلو حاصلاتو لسمه برخه عشر ورکړئ. عشر د الله (ج) حق دی او بې وزلو خلکو ته ورکول کېږي. په دې حساب عشر د اسلامي اقتصاد يوه ستن بلل کېږي، ياني کله چې يو څوک د خپلو حاصلاتو عشر ورکوي نو په ټولنه کې بې وزلي له منځه ځي“. په هغو ځايونو کې چې بزګران او باغ لرونکي له خپلو ځمکو څخه په يوه کال کې څو ځله حاصلات اخلي بايد د هر فصل د حاصلاتو عشر ورکړي. د وردګو ولايت يو اوسېدونکی محمد د عشر د ورکړې په اړه وايي: ”موږ چې کله د خپلو ځمکو حاصلات ټولوو، نو عشر يې د جومات ملا امام او د کلي بې وزلو خلکو ته ورکوو“. د عشر او ماليې ترمنځ د توپير په باب قضاوت پال صديق مسلم وايي: ”عشر يوازي د ځمکې له حاصلاتو او ماليه له ملکيت او جايداد څخه اخيستل کېږي.
که هغه کور، زراعتي ځمکه، دوکان او يا هم فابريکې وي، بايد خلک د دغه جايداد ماليه ورکړي“. دا چې عشر د خلکو پر اړيکو او ژوند څه اغېز درلودای شي، عبدالرحمن چې يو برګردی په دې اړه وايي: ”د عشر ورکړه د خلکو پر اړيکو او ژوند ډېر ښه اغېز لري، موږ او د کلي نور هغه خلک چې ځمکې لري، د خپلو حاصلاتو عشر بې وزلو او غريبو کسانو ته ورکوو، چې د هغوی ژوند هم ښه شي. په دې ډول د غريبو او مالدارو خلکو ترمنځ اړيکې ټينګې او يو دبل له حالاتو خبرېږي“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||