|
د ولس خبرې: د تابعيت تذکره | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د شاه غازي امان الله خان په وخت کې تذکره ديوې پاڼې په بڼه وه چې سپين رنګ يې درلود، خو د محمدظاهر دپاچاهۍ پرمهال دکتابچې په ډول شوه چې کريمي رنګه پوښ يې درلود. د محمد داود د حکومت پر مهال د تذکرې د پوښ رنګ له کريمي څخه فيروزه يې رنګ ته واوښت او د کمونستانو د حکومت پرمهال د تذکرې د پوښ رنګ سپين، سور او بيا وروسته ګلابي شو. د مجاهدينو په دوره کې د تذکرې پوښ ته سپين رنګ غوره شو او د طالبانودحکومت پر مهال بيا ماشي رنګ شو. اوسنۍ تذکره د يوې پاڼې بڼه لري چې د نوي تذکرې تر جوړېدو پوري خلکو ته ورکول کېږي.
تذکره يوه عربي کلمه ده چې د يادښت او د يو چاد پېژندګلوۍ مانا لري، چې د تابعيت د يوه سند په ډول د يوه هېواد اتباعو ته ورکول کېږي. د وګړو د احوال ثبتولو د لوی رياست مرستيال شېربهادر په دې اړه وايي: ”ددې لپاره چې ديوچا هېواد، هويت او پېژندګلوي وشي، بايد هر څوک د تابعيت تذکره ولري. تذکره پردې سربېره نورې ګټې هم لري، مثلاً د نکاح خط اخيستو، په ښوونځي کې د شاملېدو، پاسپورټ اخيستو، جايداد رانيولو او نورو ملکيتونو د پلورلو اورانيولو پر مهال ضروري ده. که د يوچا تذکره ورکه او ياله منځه ولاړه شي نو د خاصو پړاوونو په بشپړولوسره بله تذکره اخيستلای شي. تذکره افغانانو ته له نوي زېږېدلي ماشوم څخه نيولې بيا ترسل (١٠٠) کلنۍ پورې ورکول کېږي“.
د تابعيت په تذکره کې د تذکرې د خاوند عکس نوم، د پلار نوم، د نيکه نوم، عمر، د زېږېدنې ځای، جنس، پته اوداسي نور معلومات ليکل شوي وي. د افغانستان دولت په پام کې لري چې نوي تذکرې چاپ او پر خلکو يې ووېشي، خو تر هغه مهاله پوري چې دغه نوي تذکرې چمتو اووېشل کېږي اوسنۍ تذکرې د اعتبار وړ دي. شېربهادر په دې باب وايي: ”څرنګه چې په افغانستان کې ډېرکلونه جګړه وه، نوپه دې برخه کې ډېرې درغلۍ شوي اوبل ځينو بهرنيانو هم افغاني تابعيت اخيستی، نو دولت لازمه وګڼله چې نوي تذکرې چاپ او پر خلکويې ووېشي“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||