|
د ولس خبرې: د مشرانو جرګې کميسيونونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د مشرانو جرګه د افغانستان د ملي شورا يوه خونه ده، چې ( ١٠٢) غړي لري. د مشرانو جرګې (٣٤) غړي د ولايتي شوراګانو او( ٣٤) غړي يې د ولسمشر له لوري غوره شوي دي. دا چې تر اوسه پورې د وولسواليو د شوراګانو ټاکنې نه دي شوي، نو د ولايتي شوراګانو له خوا يو غړی دولسواليو دشوراګانو په استازيتوب دمشرانو جرګې ته راغلي دي. د دې لپاره چې د مشرانو جرګه خپل کارونه په ښه ډول پرمخ بوزي، نو د ټولو مهمو اوجدي مسايلو لپاره پر څو کمسيونونو وېشل شوېده. اوس پوښتنه دا ده، چې د مشرانو جرګه څوکميسيونونه لري؟ د خوست ولايت يواوسېدونکی فريد داپوښتنه داسې ځوابوي: ”مشرانو جرګه ډېر کميسيونونه لري، چې زه يې يوازي د شکايتونو داورېدلوکميسيون پېژنم. لکه يو روغتون، چې بېلابېلې څانګې لري، مثلا د ناروغانو د بسترولو برخه، عاجله برخه، همداسې د مشرانو جرګه هم پر بېلابيلوکميسيونو وېشل شوې ده“. د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو د کميسيون مشر ډاکټر زلمی په دې باب وايي: ” د مشرانو جرګه پر (١٦) دايمي کميسيونو وېشل شوې ده. د بېلګې په ډول د نړيوالو چارو کميسيون، د شکايتونو اورېدلو کميسيون، د بشر د حقونو او قضايي چارو کميسيون، دکوچيانو د چارو کميسيون او داسې نور. دغه ټول کميسيونونه دايمي دي، ياني ترڅو چې مشرانو جرګه موجوده وي دا کميسيونونه به هم وي خو يوازې غړي به يې بدلېږي. کېدای شي، چې د اړتيا له مخې دکميسيونو شمېر لږ او ډېر شي. د هرکميسيون غړي د تخصص اوکاري تجربې په اساس ټاکل کېږي. د کميسيونونو غړي د شمېراو کيفيت له پلوه سره توپير لري، يانې د کار د زياتوالي په پام کې نيولو سره جوړ شوي دي . د مشرانو جرګې ټول دايمي کميسيونونه له پنځو بيا تر (١٢) پورې غړي درلودای شي. د مشرانو د جرګې يو غړی يا سناتور يوازې ديوه کميسيون غړيتوب درلودای شي.
البته د نورو کميسيونو د غوښتنې پر بنسټ کولای شي د هغوی په غونډو کې هم ګډون وکړي، خو د رايې ورکولو حق نه لري. هرکميسيون په خپله لومړنۍ غونډه کې د انتخاباتو له لارې د کميسيون رئيس، مرستيال او يو منشي ټاکي. دغه رئيس، مرستيال او منشي د يوه کال لپاره ټاکل کېږي، چې تريوه کال وروسته د کميسيون غړي بيا ترخپل منځ انتخابات کوي. دمشرانو د جرګې رئيس، مرستيال او منشي ته اداري هيئت وايي چې هر يو يې جلا دندې لري. په دې اړه په مشرانو جرګه کې دشکايتونو داورېدلو دکميسيون رئيس ډاکټر زلمی داسې وايي: ”د کميسيون رئيس په غونډوکې ګډون او نورو کميسيونو سره خبرې کوي. دغه ډول په نورو کميسيونونو کې د خپل کميسيون استازيتوب کوي او هم د غونډو د جوړولو او د کميسيون د غونډو اجنډا چمتو کوي.
مرستيال د رئيس سره په کارونو کې مرسته کوي او هم د رئيس په غياب کې د هغه دندې پرمخ بيايي او منشي بيا د غونډو راپور، پرېکړو او داسي نورو د ليکلو دنده لري. په مشرانو جرګه کې د ولسواليو د استازيو د کار موده درې، د ولايتي شوراګانو دانتخابي استازو د کار موده څلور او غوره شويو استازيو دکار موده پنځه کاله ده. د دوی د کارموده ځکه توپير سره لري، چې د مشرانو جرګه په پرله پسې ډول فعاله پاتې شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||