|
د ولس خبرې: ملي سرود | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کارپوهانو په وينا، ملي سرود هغه شعر دی چې، محتوا يې ديوه ملت هويت او پېژندګلوي څرګندوي. افغانستان تراوسني ملي سرود مخکې هم ملي سرودونه درلودل چې، د حکومتونو له اوښتوسره سم نوي شوي دي. په کابل کې دپښتو ژبې د نړيوال مرکز يوچارواکی، عبدالقيوم مشواڼی د ملي سرود د تاريخ په اړه داسې وايي:” ملي سرود په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په (١٩١٩) م کال کې جوړ شو. دا هغه وخت و چې، غازي امان الله خان له انګرېزانو څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه. نوموړی هغه مهال په دې فکر کې شو چې، بايد افغانستان هم د نورو هېوادونو په شان ملي سرود ولري.
بيا هغه وچې، په پښتو او دري ژبو يې يوه ترانه جوړه شوه چې، د ملي سرود په ډول کارېده. وروسته د محمدنارخان د پاچاهۍ په دوران کې يو عسکري مارش جوړشوچې، دملي سرود په ډول به غږول کېده. وروسته د محمدظاهرشاه د پاچاهۍ په وخت کې د ”پاچاسلامي“ په نوم يوه نغمه جوړه شوه چې، دملي سرود په ډول به کارېده“. دکابل پوهنتون د ژبو او ادبياتود پوهنځي استاد، احمد نور خيري په دې اړه داسې وايي: ”د محمد داود د حکومت په وخت کې په رښتيني ډول ملي سرود جوړ شو چې، په پښتو ژبه و. د دې ملي سرود شعر د استاد عبدالروف بينوا و چې، د کانکور له مخې غوره شوی و او د موسيقۍ تړون يې استاد برېښنا کړی و. هغه ملي سرود په دې ډول و: څوچې داځمکه اسمان وي
څو چې ژوندپردې جهان وي تل به دا افغانستان وي کله چې، د (١٣٥٧) ش کال د ثور د مياشتې پر اوومه نېټه حکومت واوښت، نو ورسره سم د افغانستان ملي سرود هم بدل شو. دا ملي سرود په پښتو ژبه اوشعر يې دسليمان لايق و چې، داسې پيل کېده: ګرم شه لا ګرم شه ای د ازادۍ لمره دا ملي سرود د ډاکټر نجيب الله دحکومت تر پايه پورې غږول کېده. د مجاهدينو د حکومت يا اسلامي انقلاب په راتلو سره په افغانستان کې بل ملي سرود جوړ شو. دا ملي سرود په دري ژبه و چې، شعر يې د ” داود فاراني“ و او داسې پيل کېده:
قلعه اسلام قلب اسيا د طالبانو د حکومت په راتلو سره ملي سرود بيا بدلون وموند چې، يوه برخه يې په دې ډل وه: د طالبانو ترحکومت وروسته نوی ملي سرود جوړ شو. عارفه بهارت چې، د اوسني ملي سرود دجوړولو دکميسيون غړې وه، په دې باب داسې وايي: ”د افغانستان د اساسي قانون په (٢٠) مادې کې راغلي چې، د افغانستان ملي سرود په پښتو ژبه دی، الله اکبر او د افغانستان د قومونو نومونه به په کې راځي. هماغه و چې، د اساسي قانون د شرايطو سره سم اوسنی ملي سرود د کانکور له مخي غوره شو. دا ملي سرود هم په پښتو ژبه دی او شعر يې د عبدالباري جهاني دی چې، په دې ډول پيل کېږي“. داوطن افغانستان دی
کور دسولې کورد تورې د کارپوهانوپه وينا، ملي سرود که د هر رژيم او نظام له خوا جوړ او يا بدلون ومومي بيا هم د درناوي وړ دی، ځکه چې، دا يو ملي ارزښت دی. د کابل ښار يو اوسېدونکی احمدا لله د ملي سرود په باب داسې وايي: ”ملي سرود د يوه هېواد د بيرغ په څېر دی چې، ملي ارزښت لري. لکه څنګه چې، هر هېواد ځانګړی بيرغ لري، دغسې هر هېواد يو ځانګړی ملي سرود هم لري“. اوس يوه پوښتنه دا ده چې، ملي سرود ته ولې ملي سرود وايي: په دې اړه عبدالقيوم مشواڼی داسې وايي: ”ملي سرود ځکه، په دې نوم يادېږي چې، د يوه هېواد په ټولوخلکو پورې اړه لري. ملي سرودونه په ځينوخاصو ملي او نړيوالو ورځو کې غږول کېږي، د بېلګې په ډول کله چې، د يوه هېواد ولسمشر کوم بل هېواد ته په سفر ځي نو د تشريفاتو د مراسمو په وخت کې کور به او مېلمه هېوادونو ملي سرودونه غږول کېږي“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||