BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:01 گرينويچ 2007 ,20 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: صنعتي پارکونه

صنعتي پارکونه

په دې وروستيو وختونو کې نړيوال بانک د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې (آيسا) ته (٢٥) مليونه امريکايي ډالره د دې لپاره ورکړل چې، په ننګرهار ولايت کې يو صنعتي پارک جوړ کړي.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ١٣٥٣ش کال کې د هندوستان هېواد په مرسته د کابل د څرخي پله په سيمه کې يوصنعتي پارک جوړ شو.

ترهغه وروسته دکابل ولايت په بګراميو او هرات ولايت کې هم صنعتي پارکونه جوړ شول چې، اوس هم فعال دي.

په دې وروستيو کې دوه نور صنعتي پارکونه هم ګټې اخيستنې ته چمتو شوي چې، يو يې د مزارشريف په ښارکې او بل يې هم د کندهار ولايت صنعتي پارک دی.

د صنعتي پارکونو په اړه د کابل ښار يو اوسېدونکی وايي چې، صنعتي پارک هغه ځای ته ويل کيږي چې، هلته فابريکې وي او خلک په کاروبار اخته وي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد، عبدالقيوم عارف په دې اړه وايي: ” صنعتي پارک په لغت کې هغه ځای يا سيمې ته ويل کيږي چې،

د صنعتي پارکونو موخه!
د خښتو بټۍ
 خلکو ته د کار زمينه برابره شي، د پرمخ تلليو وسايلو په مرسته خام مواد په پخو موادو واوړي، پانګه اچونه جلب شي او په پايله کې يې د خلکو ژوند ښه شي.

د صنعت (جوړول) او د هغه د ضروري موادو د جوړولو او بسته بندۍ لپاره په پام کې نيول شوی وي،

يانې هلته د اقتصادي چارو د ترسره کولو لپاره لومړنۍ اسانتياوې موجودې وي.

خو په اقتصادي اصطلاح کې هغې ساحې ته ويل کيږي چې، هلته د برېښنا، اوبو، سړک او ژوند نورې اسانتياوې موجودې وي

او که يې ډېر ساده تعريف کړو نو ويلای شو چې، صنعتي پارک هغه ځای ته ويل کيږي چې، هلته د خلکو د ژوند لپاره ضروري شيان جوړيږي“.

د صنعتي پارکونو د جوړېدو هدف دا دی چې، خلکو ته د کار زمينه برابره شي، د پرمخ تلليو وسايلو په مرسته خام مواد په پخو موادو واوړي،

پانګه اچونه جلب شي او په پايله کې يې د خلکو ژوند ښه شي. خو پوښتنه دا ده چې، د صنعتي پارکونو لپاره ځای څنګه ټاکل کيږي؟ په دې اړه عبدالقيوم عارف وايي:

”صنعتي پارکونه په هغه ځای کې جوړيږي چې، هلته انسانانو، حيواناتو او يا هم د خلکو زراعت او مالدارۍ ته تاوان و نه رسيږي.

صنعتي پارکونه څه ته وايي؟
ولډنگ کوونکى
 صنعتي پارک په لغت کې هغه ځای يا سيمې ته ويل کيږي چې، د صنعت (جوړول) او د هغه د ضروري موادو د جوړولو او بسته بندۍ لپاره په پام کې نيول شوی وي.
عبدالقيوم عارف

د يادونې وړ ده چې، په افغانستان کې د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکو ټاکل د ايسا په اداره پوري اړه لري“.

دولت د ځمکو د ويش لپاره يو قانون لري او د هغه پر بنسټ پانګه اچونکو ته ځمکه ورکوي،

د بېلګې په ډول هر پانګه اچونکی چې، فابريکه جوړوي بايد د افغانستان د خلکو ضروري او لومړني مواد توليد کړي او د توليد لپاره ماشينونه او منظم کاري پلان ولري.

د صنعتي پارکونو ګټه دا ده چې، پيسې په کار لوېږي او د رکود له حالت څخه راوزي، خلکو ته د کار زمينه برابريږي.

دولت هم د پانګه اچوونکو او هم له هغو کسانو څخه چې، فابريکې جوړوي ماليه اخلي چې په دې ډول ددولت بوديجه پياوړې کېږي.

د يادونې وړده چې، صنعتي پارکونه معمولا د ښار، بازار او زراعتي ځمکو څخه ليرې جوړېږي.

ټرانزيټد ولس خبرې
ټرانزيټ
دتحصيلي بورس نښاند ولس خبرې
تحصيلي بورسونه
بيا جوړونهد ولس خبرې
انکشافي پلان
د ولس خبرېد ولس خبرې
مالي منابع
يو افغانه ژورناليست د مرکې پر مهالد ولس خبرې
ژورناليزم
د ولايتي شورا غړيد ولس خبرې
د ولايتي شورا دندې
د ولس خبرېژوند او زدکړه
د ولس خبرې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>