BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: مالي منابع

 مالي منابع

د يوه ولايت د عايداتو څارنه په بيلابيلو ادارو پورې اړه لري چې يوه يې هم ولايتي شورا ده، خو پوښتنه دا ده چې د يوه ولايت مالي منابع کومې دي؟

خالد چې يو دوکاندار دی هغه ځايونه راته په ګوته کوي چې د يوه ولايت مالي منابع يا سرچينې دي:

”د ولايتونو مالي منابع يوله بل سره توپير لري، هغه ولايتونه چې له نورو هيوادونو سره ګډه پوله لري، د نورو عايداتي ادارو تر څنګ ګمرکونه هم لري.

خو هغه ولايتونه چې له نورو هيوادونو سره سرحد نه لري يوازي د کانونو او ښاروالۍ نه پيسې په لاس راوړي“

ولايتي شوراګانو د خپلو نورو مسووليتونو ترڅنګ دا مسووليت هم لري چې د هماغه ولايت له مالي منابعو څخه څارنه اونظارت وکړي. د کابل ولايت يو تن اوسېدونکی احمد ممتاز وايي:

د مالي منابعو څارنه
 که خلک ديوه ولايت عايدات د ضايع کېدو په حال کې ويني نو بايد سمدلاسه ولايتي شوراګانو ته خبر ورکړي، ځکه چې دا د ولايتي شوراګانو دنده ده چې د ولايت د مالي منابعو څارنه وکړي
عبادالله

”ولايتي شوراګانې دنده لري چې ديوه ولايت عايدات او لګښتونه و څاري، چې ولايت څومره عايدات لري او چيرې مصرف کيږي“.

اوس پر دې خبرې کوو چې ولايتي شوراګانې ديوه ولايت مالي منابع څه ډول څاري؟ په دې باب په مشرانو جرګې کې د ولايتي شوراګانو د کميسيون مشر محمد عمر شيرزاد وايي:

ولايتي شوراګانې ديوه ولايت عايدات او لګښتونه سره پرتله کوي، همدارنګه د اړتيا پرمهال د مالي منابعو د څارنې لپاره کميسيونونه هم جوړوي.

که ولايتي شوراګانې د يوه ولايت په کومه مالي منبع کې اداري فساد او ګډوډي وويني نو په لومړي قدم کې والي ته خبرورکوي، که والي اجراآت ونه کړل نو بيا مشرانو جرګه او د ولسمشر دفترته خبر ورکوي“.

خو ديوه ولايت دمالي منابعو په څارنه کې خلک څه مسؤليت لري؟ د ننګرهار پوهنتون يومحصل عبادالله وايي:

”که خلک ديوه ولايت عايدات د ضايع کېدو په حال کې ويني نو بايد سمدلاسه ولايتي شوراګانو ته خبر ورکړي، ځکه چې دا د ولايتي شوراګانو دنده ده چې د ولايت د مالي منابعو څارنه وکړي“.

يو تن د کار کولو پر مهال
کله چې د يوه ولايت مالي منابع، د ضايع کېدو څخه وژغورل شي نو د ملت مال به نه ضايع کېږي

د لوګر ولايت د ولايتي شورا رئيس عبدالله احمدزی وايي:

” خلک کولای شي چې د نورو ادارو لکه څارنوالي تر څنګ د ولايت د مالي منابعو د ضايع کېدو په اړه ولايتي شوراګانو ته هم خبر ورکړي.

خوکه خلک په کومه اداره کې د مالي منابعو د ضايع کېدو خبره کوي نو بايد چې يو سند په لاس کې ولري.

کله چې د يوه ولايت مالي منابع، د ضايع کېدو څخه وژغورل شي نو د ملت مال به نه ضايع کېږي او خلکو ته به د روغتون، ښوونځي او ژوندانه نوري اسانتياوي برابرې شي.

د دفاع وزارت د چارواکو نظامي رتبېد ولس خبرې
د دفاع وزارت د چارواکو نظامي رتبې
يو افغانه ژورناليست د مرکې پر مهالد ولس خبرې
ژورناليزم
د ولايتي شورا غړيد ولس خبرې
د ولايتي شورا دندې
د ولس خبرېد ولس خبرې
په ساده ژبه اقتصادي او سياسي موضوعگانې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>