BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:07 گرينويچ 2007 ,02 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: د ولايتي شورا دندې

د ولايتي شورا غړي

په افغانستان کې ولايتي شورا ګانې اوږده سابقه نه لري. دغه شوراګاني په لومړي ځل د ١٣٤٣لمريز کال په اساسي قانون کې په پام کې ونيول شوې، خو هغه مهال دغه کار عملي نه شو.

وروسته بيا د ١٣٨٤ لمريزکال د سنبلې پر اووه ويشتمه نېټه د ولسي جر ګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو له لارې ولايتي شوراګانې جوړې شوې.

د لوګر د ولايت يو تن اوسېدونکی عزيز الله وايې چې دغه شوراګانې د ولايت په کچه وي، چې د هماغه ولايت له استازو څخه جوړې شوي وي.

له کليوالو اونورو سيمه ايزو شوراګنو سره ډېر ورته والی لري، ځکه چې هغه هم د خلکو په خوښه ټاکل کيږي.

خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد، نصرالله ستانکزی بيا ولايتي شورا ګانې داسې تعريفوي:

(ولايتي شوراګانې د خلکو يوه منتخبه شورا ده، چې په ولايتي حکومتونو کې د خلکو استازيتوب کوي،د حکومت او خلکو تر منځ د پله حيثيت لري.

 ولايتي شورا د حکومت او خلکو تر منځ د پله حيثيت لري، ياني د خلکو ستونزې حکومت ته رسوي.
نصرالله ستانکزی

ياني د خلکو ستونزې حکومت ته رسوي چې په دې ډول د هغوی ترمنځ اړيکې ټينګيږي.

ولايتي شوراګانې او دې ته ورته نورې شوراګانې عموما په ډيموکراټيکو او ولسواکو نظامونو کې وي).

دغه شوراګانې خلکو او حکومتونو دواړو ته ګټه لري، خلکوته دا ګټه لري چې، په اسانۍ سره د هغوی ستونزې د حکومت تر غوږه ور رسوي او حکومتونو ته يې ګټه داده:

هغه حکومتونه چې د خلکو له خوا ټاکل شوي او د هغوی ملاتړ ورسره وي، ډېر غښتلي او پياوړي وي )

هره ولايتي شورا يو رئيس، منشي او يو مرستيال لري، چې د ولايتي شورا د غړيو په رايو ټاکل کيږي او د ولايتي شورا اداري هيئت ورته وايې.

حاجي محمد حسن هوتک، چې په مشرانو جرګه کې د ولايتي شوراګانو د کميسيون غړی دی، د ولايتي شوراګانو د اداري هيئت دندې داسي راپېژني:

(د ولايتي شوراګانو رئيس دنده لري، چې په دولت او نورو ولايتونو کې د خپلې ولايتي شورا استازيتوب وکړي او غونډې پرمخ بوځي.

د ولايتي شورا غړي
ولايتي شوراګانې په بيلابيلو کميټو ويشل شوي

مرستيالان له رئيس سره په کارونو کې مرسته کوي او د هغه په غياب کې د هغه دندې مخ ته بيايي.

منشيان د ليکلو دنده په غاړه لري، يانې د ولايتي شوراګانو د غونډو راپورونه او نور هغه څه چې بايد ثبت شي، ليکي)

ولايتي شوراګانې په بيلابيلو کميټو ويشل شوي، چې د هر ولايت د ولايتي شورا د کميټو شمېر سره توپير لري، دا کمېټې ځکه جوړې شوي، چې کارونه ښه پرمخ ولاړ شي.

له هرې ولايتي شورا څخه يو يو کس مشرانو جرګې ته هم ليږل کيږي .

داچې د ولسواليو شوراګانې تر اوسه نه دي جوړي شوي، نو له ولايتي شورا څخه يو استازی د ولسواليو شوراګانو په استازيتوب د مشرانو جرګې ته لېږل کيږي.

که چيري کومه ولايتي شورا په خپل کار کې پاتې راشي، نو کولای شي چې، د نورو ولايتي شوراګانو څخه مرسته وغواړي او په ګډه د ستونزي د هوارۍ لپاره کار وکړي.

د ولس خبرېد ولس خبرې
په ساده ژبه اقتصادي او سياسي موضوعگانې
ژوند او زده کړه ژوند او زده کړه
د ګټورو او عملي تجربو شريکول
دښار غږد ښار غږ
د افغانستان په ښارونو کې څه تېريږي؟
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>