 | | | په دې خپرونو کې هڅه کيږي چې د ښار او کليو تر منځ تجربې سره شريکې شي |
د افغانستان په ښارونو کې څه تېريږي؟ ښاري خلک کومې ستونزي لري او ولي؟ ښاري خلک څنګه کولای شي چې خپلې ستونزې په خپله اوارې او هوسا ژوند ولري؟ د ښار غږ يوه تعليمي خپرونه ده چې تر ډېره حده د ښاري خلکو ستونزې څېړي. د ښار غږ په خپله هره خپرونه کې يو داسي څوک مېلمه کوي چې د موضوع په باب پوره معلومات او تجربه ولري . په دې خپرونو کې هڅه کيږي چې د ښار او کليو تر منځ تجربې سره شريکې شي او اکثره د ماين، نشه يي توکو، زراعت او مالدارۍ، کثافات، چاپېريال ، تجارت اونورو موضوعګانو باندي بحث کيږي. دغه خپرونه يوه طنزي ډرامه هم لري چې دوه مرکزي کرکټرونه يې ( قند اغا) او د هغه مېرمنه ( قنديګله) اورېدونکې له ښاري ستونزو خبروي . |