|
د ولس خبرې: نظامي رتبې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې ټولو نظامي او ملکي مامورينو ته رتبې ورکول کيږي. دغه رتبې د نوبتي، علمي او فوق العاده رتبو په نوم ياديږي چې، د هرې ادارې د قانون له مخې تنظيم او ټاکل کيږي. د افغانستان د دفاع وزارت هم يو قانون لري چې، له مخي يې هر پوځي افسر او د دې وزارت چارواکي دخدمت د ټاکلې مودې او افسرانو د ذاتي قانون د ټولو شرايطو په پام کې نيولو سره د رتبې مستحق ګڼل کيږي. د دغو رتبو دتاريخ په اړه د نظامي چارو کارپوه ښاغلی رازقي نړيوال وايي: له هغه وخته چې افغانستان د يوه نظام او اردو څښتن شوی، نظامي رتبې هم ورسره منځ ته راغلي دي. خو د افغانستان د اردو اوسنۍ رتبې پر ١٣٣٨ ش کال د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ په دوران کې د يوه کميسيون له خوا چې، د دفاع وزارت د عالي شورا او علومو اکاډمۍ له ځينوغړو څخه جوړ شوی و، رامنځته شوې. د يادونې وړ ده چې دا رتبې په څلوره ځانکړو برخو وېشل شوي دي لکه:
په هغه وخت کې چې د ملي اردو د چارواکولپاره کومې نښې په پام کې نيول شوې وې، په لاندې ډول دي: درېيم بريدمن: يو پليټ بريد جنرال محمد ابراهيم احمدزی د نظامي رتبو په اړه وايي: ”دا اصطلاحات له پښتو ژبې څخه اخيستل شوي دي، دی زياتوي: جنرالي يو سياسي يا نړيواله رتبه ده اوددې تر څنګ يوسياسي امتياز هم دی. د بېلګې په ډول کله چې يو جنرال کوم بهرني هېواد ته سفر کوي، هغه ته سياسي پاسپورټ ورکول کيږي چې په کوربه هېواد کې د نور ډيپلوماتانو په څېر تود هرکلی ورته ويل کيږي“. ښاغلي احمدزي د مارشال د رتبې په اړه وويل: ”د مارشالۍ رتبه د افغانستان د اردو د چارواکو وروستۍ رتبه ده چې، د جګړو د ګټلو او د قوتونو د ځای پر ځای کولو په وخت کې د ښو او لوړو خدمتونو ترسره کولو په وياړ د ولسمشر له لوري ورکول کيږي.
|
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||