|
د ولس خبرې: ژورناليزم | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ژورناليسټانو د کار ارزښت په دې کې دی چې، د حکومت او خلکو تر منځ اړيکې ټينګوي، د خلکو ستونزې حکومت ته رسوي او د حکومت کارونه خلکو ته روښانه کوي. همدارنګه د ټولنې د اصلاح لامل کيږي. د بېلګې په ډول په کم عمر کې د نجونو د ودولو ستونزې د خپرونو له لارې خلکو ته وايې او کله چې، خلک د دغه دود په ناوړه نتيجو وپوهېږي، نو کېدای شي چې لاس ځني واخلي. په پخوا وختونو کې به د خلکو او ولس د خبرولو لپاره د نغارو، ډولونو، جارچيانو او همدارنګه له قاصدانو څخه کار اخيستل کېده. خو اوس مهال ژورناليزم وده کړې او ډېر پرمخ تللی دی. د ژورناليزم په اړه د ننګرهار پوهنتون يو محصل چې، نصير احمد نوميږي وايي چې: (په هره برخه کې د معلوماتو راغونډول، پر هغوتبصره کول او بيا دغه معلومات پر خپل وخت خلکو ته رسول ژورناليزم بلل کيږي. ژورنالست هغه چاته ويل کيږي چې، د ژورناليزم په برخه کې کارکوي) د افغانستان د رسنيو د قانون له مخي ژورنالست هغه مسلکي شخص ته ويل کيږي چې، د رسنيو له لاري مواد او نشراتي محتوا چمتو او ټولنې ته وړاندي کوي. په افغانستان کې د ژورنالستانو د روزنې څو ادارې شته چې يو هم د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی دی.
دا پوهنځی په لومړيو وختونو کې د ادبياتو د پوهنځي يوه څانګه وه چې، بيا په ١٣٦٥لمريزکال کې د يوخپلواک پوهنځي په بڼه رامنخته شو. ژورناليزم يوه فرانسوي کلمه ده چې، لغوي مانا يې د ورځنيو چارو د يادښت وړه کتابچه ده او د تعريف په اړه يې دکابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد شفيق وردګ داسي وايي : (د ژورناليزم د تعريف په اړه پوهان بېلابېل نظرونه لري، چې يو نظر يې د معلوماتو راغونډول، پر هغو تبصره کول او دغه معلومات پر خپل وخت ولس ته رسول دي. کېدای شي دغه معلومات د بېلابيلو رسنيو په مرسته لکه راډيو، ټيلويزيون او يا چاپي رسنيو لکه اخبار او مجلې او انټرنيټ په مرسته تر خلکو پوري ور ورسول شي). رسنۍ د هر هېواد د ځانګړي قانون له مخې خپلې چارې پرمخ بيايي چې، افغانستان هم ددغه اصل تابع دی. (ژورناليسټان يا خبريالان دنده لري چې، د پېښې له ځای څخه معلومات را ټول او په داسي بڼه يې خپاره کړي کړي چې، د خلکو باور ور باندي راشي ) خو استاد شفيق وردګ وايې چې: (ژورناليسټان نه يوازي دا مسووليت لري چې، خلکو ته په بېلابيلو برخو کې معلومات ورکړي، بلکې دا مسووليت هم لري چې، معلومات يې رښتيا، سم او کره وي.
ياني هر هغه څه چې، د پېښې په ځای کې ويني بايد له کوم بدلونه پرته يې د خپلې رسنۍ له لارې خلکو ته وړاندي کړي او خلک هم دا مسووليت لري چې، ژورناليسټانو يا خبريالانو ته د معلوماتو دقيق اوسم معلومات ورکړي) د افغانستان د رسنيو د قانون له مخې، يوه رسنۍ دا حق نه لري، داسي څه خپاره کړي چې، په هغه کې يو دين او يا د حکمي يا حقيقي شخص سپکاوی شوی وي. دغه ډول داسي څه هم خپاره نه کړي چې، د اساسي قانون خلاف وي او يا د جزا په قانون کې جرم ګڼل کيږي. هغه څه چې د رسنيو له لاری خپريږي کېدای شي تحقيقي، سپورټي اويا هم ساينسي معلومات وي، په دې معنی چې د قانون په چوکاټ کې، د رسنيو له لارې هر ډول معلومات خپرېدای شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||