|
د آبادۍ غږ: د مڼو چنجی | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ا فغانستان د تجارتي خونو د رياست د احصايې له مخې، په ١٣٨٥ لمريز کال کې له١٤٠٠ ټنوڅخه ډېرې مڼې بهرنيو هېوادونو، لکه: پاکستان، ايران، هندوستان، روسيې، عربستان او دوبی ته ولېږل شوې. اوس چې مڼې غوره يانې اومې دي، نود نورو مېوو په څېر له ناروغيوخوندي نه شي پاتي کېدای. د ميدان وردګو ولايت يواوسېدونکی عبدالجبار وايي: ( زه د مڼو تقريبا٣٥٠ ونې لرم، خوکله چې يې ګل وکړ، وروسته له پنځلسو ورځو څخه يې په غوره کې يو ډول چنجی پيدا شو. او س چې باد لګيږي يا په ونوکې کومه مرغۍ کېني، د مڼو غورې رژيږي). خو د مڼو چنجی باغوانانو ته څومره زيان رسولای شي؟ دکرهڼې د وزارت يو کارپوه، ناصر ابراهيم خېل وايې: ( داچنجی د مڼو تخم يا زړی خوري او باغ لرونکوته په سلوکې اتيا زيان ور اړولای شي . چنجی د لومړي ځل لپاره، هغه وخت هګۍ اچوي، کله چې مڼې په ګل کې وي، خو هغه مهال په سترګو نه ليدل کيږي. دغه چنجي (لاروا) سپين او سريې ګلابي رنګ لري. په ژمي کې د ونو تر پوستکي لاندي او په هغوورستو(خوسا) مڼوکې چې، په ونه کې پاتي وي، ژوند کوي.
په پسرلي کې چې ونې ګل وکړي، له ژمني خوب نه راويښيږي، وروسته له جفت ګيرۍ هګۍ اچوي، بيا چې پنځه يا لس ورځې تېري شي په چنجي بدليږي. دا چنجی د ژوند د لومړي پړاو درې اونۍ په اومه مڼو کې تيروي. بيا د استراحت د دورې د تېرولو لپاره د ونې تنې ته ځي). په دې باب يو بل باغوان وايی چې: ( تېر کال د ونو پر پاڼو باندي څه نه ليدل کېدل، خو کله چې ګل په غوره بدل شو، بيا به مڼې تويېدلې. ابراهيم خېل وايی چې: ( که په سلوکې له ٨٠ تر ٩٠ پوري د مڼوګل ورژېږي، نو پر ونو دې دوا وشيندل شي. په دې ډول د چنجيولومړی نسل له منځه ځي او دهګيو اچولو مخه يې نيول کيږي). په دوهم، درېيم او د ضرورت پروخت د ې د څلورم ځل لپاره هم دوا ورباندي وشيندل شي، که دغه کار څلور ورځې وروسته تر سره شي، ښه نتيجه ورکوي). خوپوښتنه دا ده که باغوانان د دوا شيندلو وس و نه لري، څه وکړي؟ په د ې باب يو باغوان وايې: (له ځمکې نه تقريبا نيم متر پور ته دې، د ونو په تنه پوري کارتن وتړل شي.
ددې کار ګټه دا ده چې، چنجي د استراحت د دورې تېرولو لپاره، د ونو پر ځای د کارتن په سوريو کې را ټوليږي. بيا دي له يوې اونۍ وروسته، کارتنونه ليري شي او په هغوکې راټول شوي چنجي دې له منځه يوسي). خو آيا له دې تجربې پرته نورې تجربې هم شته؟ يو باغوان وايی: ( موږ له ونوڅخه لوېدلي مڼې راټولوو، بيکاره بوټي يې له منځه وړو او ځمکه يوې کوو. بيا په ژمي کې په باغ کې اوبه ډنډ وو، چې ښه کنګل شي. په باغ کې دشپې لخوا دوه يا درې ځايه څراغونه لګوو، خزندې د څراغ رڼاته را ټوليږي، چې په دې ډول يې وزرونه سوځی او له منځه ځي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||