BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ : په افغانستان کې ډېری ښځې له زده کړې بې برخې دي

 ښځې

هغو ښځو، چې زدکړې نه دي کړي، نه يوازی دوی خپله، بلکې نورهم له ستونزوسره مخ کولای شي.

د کب 17 نېټه، چې د مارچ له اتمې نېټې سره سمون خورې، د ښځو نړيواله ورځ ده.

په دې ورځ دنړۍ په ډېرو هېوادونوکې د ښځو د ژوند، حقوقو او نورو ستونزو په اړه خبرې کيږي، چي يوه هم په وروسته پاتې هېوادونو کې د ښځو د زده کړې خبره ده.

کليوال خلک وايی، چې د ښځو د سواد نه درلودل بېلابېل لاملونه لری لکه د ښوونځيو نه شتون، امنيتي ستونزې او د کورنيو مخالفت دی، چې نه غواړي ښځې يې زده کړې وکړي.

دپکتيا ولايت يوه اوسېدونکې، صنمه وايی، چې کورنۍ يې زدکړي نه دي پرې کړې، اوس ډېرې ستونزې لري.

د ځمکې اسناد يی نه پېژندل، نو ځکه ورنه ورک شول. دا زياتوي، چی اوس يی د هغو اسنادو پر سر له تربرونو سره لانجه ده.

يوه بله مېرمنه بياوايي، چې زوی يې ناروغه شوی و، ډاکټر ورته وويل، چې پخوانۍ نسخې ورسره راوړي، دې د بل زوی نسخې ور وړي وې، دا وايي.

چې له دې امله ډ ېره سرګردانه شو ه.ځکه چې روغتون ور څخه ليري دی، يو ځل تګ يې دو ه ځلی شو، همداسي د ژوند په هره برخه کې له بې شمېره ستونزو سره مخ ده.

خو دا چې د ښځو بې سوادي نارينه له کومو ستونزو سره مخامخ کوي، د بخت ګل او بخت نظيرې کورته به ورشو.

بخت ګل کورته خپلې دکار پاڼې راوړي وې، چې ويې ساتي، خو بخت نظيره نه پوهېده، چې دا دکار وړ پاڼې دي.

هغه يې خپل زوی ته ورکړې، چی ليک ورباندي وکړي، کله چې، بخت ګل خبرشو، نو له يوې خوا د کار پاڼواو له بلې خوا دبخت نظيرې بی سوادۍ ته ډېر خوابدی شو.

خو د اسلام دين دښځو د ز دکړې په اړه څه وايی؟ په دې هکله يو ديني عالم وايي ،چې د علم زده کړه پر ښځو او نارينه وو دواړو فرض ده. د قران شريف آيت دى، چې وايي:

هغه خلک چې پوهيږي (علم لري)، له هغو خلکوسره چې نه پوهيږي (علم نه لري) يو شان نه دي.

که ښځې زده کړه ولري نارينه ووته يی هم ګټه رسيږي، د بېلګې په توګه که خپلو بچو ته سبق وښيي، نو په واقعيت کې يو کار له نارينه وو کميږي، همداسي يې د ژوند په هره برخه کې در واخلئ.

د قره باغ په ولسوالۍ کې ښځو خپل نارينه دې ته هڅولي، چې نجونو ته د زده کړې لاره اواره کړي، ځکه چې، دوى خپله له بې سوادۍ ځوريږي، اوس نه غواړي چې لوڼې يې بې زده کړې پاتې شي.

د دوى په کلي کې ښوونځى نشته او دبل کلي ښوونځى ورنه ليري دى، خلک سر راټول شوي او يوې باسوادې ښځې ته معاش ور کوي، تخته، تباشير او نور د اړتيا وړ شيان يې ورته برابر کړي دي، بل يوه بيا کوټه ورکړې، چې د ټولګي کار ورڅخه واخلي.

ددې ځای يوه دوولس کلنه شاګرده نجلی وايی، چې دا په ډېر شوق راځي او اوس يې ډېر څه زده کړي، ليک لوست کولای شي .

حليمه داسې يوه ښځه ده، چې نه کورس ته تللې او نه ښوونځي ته، بلکې په کور کې يې له خپل خاوند نه دومره څه زده کړي، چې اوس يې خپلې ډېرې ستونزې پرې اوارې کړي دي.

خاوند يې ورته د لومړنيو زده کړوکتابونه راوړي دي، په ورځ کې يو ساعت يې زده کړې ته ځانګړى کړى دی.

دا زياتوي چې: (( پخوا به که کوم کارت اويا د چا خط په لاس ورغۍ نو، دخاوند تر راتګه به مې و ساته، چې هغه راشي او راته ويې لولي.

د کور اقتصاد مو اوس تر پخوا ښه شوى دی. ځکه زه اوس د خپل خاوند ګټې ته سنجش کوم.

که وريجې وي، که غوړي، هر شى په اندازه مصرفوم، يانې دلګښت په وخت کې دې ته پام کوم، چې له دې نه زيات څېزونه مې خاوند نه شي برابرولى).

په دې ډول ويلای شو، چې زده کړه د نر اوښځې، دواړو لپاره يوشان ارزښت لري.

د ابادۍ غږ د ابادۍ غږ
په موضوعگانو گټور بحثونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>