|
د آبادۍ غږ: ناچاوده توکي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د يوان ماکا (دماين پاکولو) د دفتر يو کارکوونکی وايي چې په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې ٧٥٣ پېښې دناچاوده توکو اوماينو د چاودنې له امله يواځې د دوی په دفتر کې ثبت شوی . دا چې ولې په کورونو کې ناچاوده توکي يا مهمات ساتي بېلابېل لاملونه لري. د بېلګې په توګه، څوک دښمن داره دي يا يې د غلو لپاره ساتي، څوک يې بيا د اوسپنو او باروتو د پلورلو لپاره ساتي. او څوک هم د اړتياوړ نور شيان ورڅخه جوړوي چې هر يو يې په بېلابېلو ډولونو خلک له مرګ، ژوبلې سره مخامخ کولى شي، خو تر هر څه دمخه به مهمات تعريف کړو چې څه ته وايي؟ هر هغه شى چې د ميل له خولې فير کيږي تر هغه وخته چې نه وي چاودېدلي او هغه شيان چې باروت ورکي کارول شوي، مهمات ګڼل کيږي، او غير له مسلکي کسانو نور خلک نه پوهيږئ چې څه وخت او څومره وراني کولاى شي. نجيبه د کاپيسا ولايت اوسيدونکې چې اوس په يوه لاس معيوبه ده وايي، دوی د جګړو پر مهال د خټې په کندو کې دبوسو لاندې لاسي بمونه ايښي وو.
کله چې دوى بېرته له کډوالۍ څخه راغلل غوښتل يې چې خپل وران کور له سره آْباد کړي په هماغه دالان کې چې دوى بمونه ايښي وو، وچاودل او دا په کې ټپي شوه. په يوه بله پېښه کې چې د پروان ولايت د بگرام ولسوالۍ د لغمانيانو کلي کې رامنځته شوې وه يوې مېرمنې چې، خاوند، زوی، نږور او يوې ١٨ کلنې لور يې خپل ژوند له لاسه ورکړى داسې وايي: (( زه د خپلوانوکره تلې وم کله چې بېرته راغلم ګورم څوک مړه او څوک ټپيان پراته دي. په دې ورځ دوى د تناره په خوا کې له مرمۍ نه باروت ايستل. په کور کې نور باروت هم وو، په دې وخت کې باروتو اور واخيست او چاودنه رامينځته شوه. زمازامنو به تل له مهماتو نه باروت ايستل او خرڅول به يې. )) دا ښځه اوس يوازې پاتې ده، نه يې څوک شته چې د کور کار ورته وکړي او نه داسې څوک لري چې يوه مړۍ ډوډۍ ورته پيدا کړي. آيا خلک د دې حق لري چې په کورونو کې مهمات وساتې؟ په دې هکله د دفاع د وزارت يو کارکوونکی وايي: ((خلک د دې حق نه لري ترڅو په کورونو کې مهمات وساتي. که چېرې د چا په کور کې مهمات وي، نو د ماين پاکۍ نږدې دفتر نه دې مرسته وغواړي.)) دمهماتو ساتل په هر حالت کې خطرناک دى. ځکه طبيعي پيښې، لکه: زلزله، سيلاب، د کور ورانى او داسی نور دچاودنې زمينه برابر ولى شي.
همدا راز کيدای شي ماشومان لوبې پرې وکړي او د چاودېدو سبب شي. که چېرې دوه تيږې هم سره ووهي د هغو سپرغۍ (جرقه) د مهماتو د چاودلو لامل کيږي. همدا راز که مهمات سر په سر کيښودل شي فشار ورباندي راځي، اودپېښې درامنځته کيدو سبب کيداى شي. لازمه ده، چې په کورونو کې د مهماتو له ساتلوکلکه ډډه وشي ځکه ځيني مهمات ټاکلې موده لري، چې د مودې تر پوره کېدو وروسته پخپله چوي. او د ناوړه پېښودرامنځته کيدو سبب کيږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||