|
د ښار غږ: ماين او ناچاوده توکي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نه يواځي داچي دافغانستان په کليو او بانډو کي خلک د ماين او ناچاوده توکيو له ګواښ سره مخامخ دي بلکي په ښارونو کي هم چاوديدونکو توکيو خلک له خطر سره مخ کړي دي د اپريل څلورمه دماين دخبرتيا نړيواله ورځ ده او په د ی اړه په ډيرو هيوادونو کې غونډې نيول کيږي ، چی خلک د ماين او ناچاودو توکيو له خطره څخه خبر کړي . افغا نستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دی ،چي د جنګ جګړو پر مهال دکليو او بانډو تر څنګ په ښارونو کي هم په ميلونونو ماينونه ښخ او ناچاوده توکي د ځمکي پر مخ پاتي دي چي هره ګړی دانسان ژوند له ګواښ سره مخ کولاي شي. دکابل ښار دخير خاني اوسيدونکی جعفر وايي چي دوه زامن ېي غره ته تلي اوهلته ېي ناچاوده توکي په تيږه وهلي چي دچاودنې له امله ېي دواړه زامن ځاى پر ځاى مړه شول د ماين پاکۍ د نړيوالي اداري کارکوونکی ايمل واېي ،چي، ماين ، مرمۍ ، پټاکۍ ،فيوزونه ،ډېنامنټ ،باروت اودپوځي وسلو زړې وسپنې دچاودني سبب کيږي اومرګ ژوبله رامنځته کوي چي، خلک بايد ورته لاس ورنه وړي . همدارنګه دګرديز ښاريو اوسيدونکي شمس واېي چي له پاکستان نه راغلي او دنوې کال په ورځ يوې غونډي ته ولاړ ،په ماين وخوت او يوه پښه ېي له لاسه ورکړه. دماين پاکۍکارکوونکي واېي، چي ځايي خلک بايد داسي خطرناک ځايونه نابلده خلکوته وروښيي .خو پرته له ماين او ناچاوده توکيو يواځي باروت هم دچاودني سبب کيږي چي خلکو ته مالي او ځاني زېان اړوي. څه موده وړاندې دکابل ښار دميوندواټ د چار چتې په سيمه کې دښکاري ټوپکو او مهماتو په يوه دوکان کي يوه چاودنه وشوه،چې په دې چاودنه کې دهغه ځاى د يوه دوکاندار،حاجى يوسف، زوى مړ اوددوکان په شمول يې ټول مال له منځه لاړ. ددې سيمې يو دوکاندار ګل محمد وايي چي پدي کوڅه کي پنځوس دوکانونه ړنګ شوي ؛ شپږ کسان مړه او څلور ټپېان شويدي . ځيني خلک بيا د تيږو د ايستلو لپاره باروت زېرمه کوې .خان ځاځي وايي : (( زه د تيږو ايستلو شرکت لرم ،خو باروت داړتيا په اندازه په هماغه غره کي ساتم .)) دکابل ولايت دامنيي قومنداني جنايي مدير ښاغلىعلي شاه پکتېاوال واېي ،چي د ګڼي ګوڼي په ځاې کي د باروتو ساتل ناقانونه کار دی. دې کارته خلک بايده دى چې ټينګه پاملرنه وکړي.. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||