 | | | ګل خان له خپل پلار، فتح خان نه وغوښتل، چې شخړه دخبرو اترو له لارې حل کړي. |
ښاپېرۍ له کريم نه وغوښتل، چې له دې سره د سرور خان دليدو لپاره زندان ته و لاړشي، خو کريم يې غوښتنه ردکړه. ګلالۍ دسرور خان احوال له ګلالۍ وپوښت. ګلالۍ د سرور خان دليدوله پاره زندان ته ولاړه او هلته ورته څرګنده شوه، چې ناظر په وروستيو ورځوکې دسرورليدوته نه و تللی. کله ، چې ماه جبينه د ناظر له کړو وړو خبره شوه، هغه يې دسرورخان له کورنۍ سره په خيانت تورن کړ. له بله پلوه، ملا او اکبر له فتح خان نه وغوښتل، چې د دواړو کليو د آرامۍ په خاطر دې سوله غوړه کړي، خو فتح خان ونه منله. ګلخان هم خپل پلار، فتح خان ته وړانديز وکړ ، چې غچ له اخيستو دې لاس واخلي او شخړه دې دخبرو له لارې حل کړي.  | | | حميده خوښه ده، چې دسواد زده کړې دکورس لپاره يې کتابونه ترلاسه کړل. |
ها خوا ، ګل مکۍ له خپل مېړه، غفار نه هيله وکړه، چې اجازه ورکړي، څودسواد دزده کړې په کورس کې ځان شامل کړي. حميدې دسواد دزدکړې کورس ته دتياري په موخه د سواد دزده کړې کتابونه ترلاسه کړل. |