 | | | کريم دسړک جوړول |
نسيم دنويو نيالګيو داوبه کولو لپاره له ځان سره سطلونه يوړل او رحيم له ملا نه هيله وکړه، چې دمنبر له لارې له کليوالو وغواړي، چې د نويوکرل شوو نيالګيوپه پالنه کې ونډه واخلي. رحيمداد دفتح خان په غوښتنه دسړک دبيارغولو داشر لپاره دخلکو دخبروپه موخه ډول واهه، خو کريم دسړک جوړول د کوز کليوالوکار وباله. مجيد ددې لپاره پرسړک دکان ته دغفار دسودا راوړلو مخه ونيوله، چې برکليوالودسړک دبياروغونې په کار ونډه وانه خيستله. زرمينه دنل ترڅنګ دخلکودګڼې ګوڼې په ليدو حيرانه شوه، خوشکريې هغه کليوال ياد کړ، چې دسړک دبيارغولوپه خاطراشرته روان وو. بل خوا، سيدمحمددکوټې په يوه ګوټ کې دشربت دبوتلونوپه ليدلو حيران شو، خو زرمينې وويل، چې هغه يې په کمه بيه په کوڅه کې اخيستي دي.  | | | رابياګلې ته دشربت ترڅښلو وروسته کانګې اوزړه بدی پيدا شوی او له عاطفې لار ورکه ده. |
رابياګله دپريګلې دوی کره ورغلې وه، چې پريګلې ورته دپېرزوينې له مخې له ياد شربت نه يوډک ګيلاس جوړکړ. رابيا ګلې ته خپل کورته تررسېدو وروسته دکانګو او زړه بدي ناروغي پيدا شوه. |