 | | | ماه جبينې ناظر پړوباله، چې ولې يې پوسترونه له دېوال نه راشلولي وو. |
جانداد د ځان لپاره د بوټونو د جوړولو په خاطر د ګل محمد دوکان ته ولاړ، خونسيم د پوراخيستلو په موخه ولايت ته دګل محمد له تګ وويل، چې جاندادله دې خبرې فاطمه هم خبره کړه. سيدمحمددخپل زوی، ګل محمد پور اخيسل بې ګټې وباله، خو پريګلې د هغه دا هڅه د کار د پراختيا لپاره وګڼله. له بلې خوا ناظر هغه پوسترونه له دېوال له راخلاص کړي وو، چې دښوونځي هلکانو د نيالګيو د اېښودنې په هکله ځړولي وو. ماه جبيننې ناظر په دې کار ملامت کړ او ترې ويې غوښتل، چې دخپل دې کار په بدل کې بايدڅونيالګي وکري. ګلخان، په ښوونځي کې د نيالکيو اېښودنې په اړه له جوړېدونکي پروګرام نه سميع الله خبر کړ.  | | | پرې ګله دګل محمد پور اخيستنه دهغه دکار دپراختيا لپاره ګټور بولي. |
ناظر د بډوپه زور له زندان نه د سرور خان د خلاصون لپاره له ښاپېرۍ نه يوه اندازه پيسې واخيستې خوله هغه نه ورکې شوې. ګلالۍ هغوی دواړه پړه وبلل، ځکه، چې دبډو په ورکولوسره يې دسرورخان جرم نور هم غټاوه. |