 | | | رحيمداد او الله داد |
سرورخان او ناظر په لانجمنه ځمکه کې د تيږو جوړ شوی دېوال ړنګ وليد او هغه يې د غفار کار وباله. ناظر د شپې ناوخته غفار ته په کمين کې ناست او له غفار سره د تيږو د دېوال د ورانولو پرسر لاس او ګرېوان شو. ناظر له ادم خان نه وغوښتل، چې د سرورخان لانجمنې ځمکې ته دې جعلي سند جوړ کړي؛ خو ادم خان ناظر په دې غوښتنه و رټه. مجيد د پوډرو د قاچاقبرانو له نيول کېدو وروسته بېرته د خپلې ترکاڼۍ کار پيل کړ، فتح خان دهغه ددې کار ستاېنه وکړه. اکبرهغه مېزپلوشې ته ورکړ ، چې مجيدورته جوړکړی او هغې ته يې وويل، چې مجيد په بې خبرۍ کې له قاچاق وړونکوسره يوځای شوی و.  | | | ناظر غفار ته په کمين کې ناست اوله هغه سره دتېږوددېوال دورانولو پرسر لاس او ګرېوان شو. |
رحيمداد ددې لپاره داکبر ويښتان ونه خرېيل، چې زوی، يې ثمرګل له الله داد سره بې ځايه ټوکې کړې وې. اکبر خپل سرپه کور کې وخرېيه او کريم ته يې ددې کار لامل له الله داد سره د ثمرګل بې ځايه ټوکې وګڼلې. |