 | | | ناظر غوښتل دسرورخان په ځمکه کې ځانته کورجوړکړي، خو غفارهغه ځمکه دعابدې وګڼله. |
الله داد د دوکان د پرانيستلو پر مهال هغه ليک ته متوجه شو، چې د نجلۍ له پتې نه هغه ته استول شوی و. الله داد د ثمرګل او نسيم لخوا په ټوکو د ليکل شوي ليک په بلنه د نجلۍ د ليدو په نيت سرکاري باغ ته لاړ او د يوې چادرۍ لرونکې ښځې د درولو هڅه يې وکړه. دمجيد له لاسه دچاکليوتوکارتن پرسړک وغورځېد، سمندر غوښتل، چې ورسره مرسته وکړي، خوپه کارتن کې چاکلېټ نه، بلکې نورڅه وو. مجيد په وارخطايۍ دکارتن شيان نسيم ته وروښودل. نسيم وويل، چې دچاکلېټو په پوښونوکې پوډرځای پرځای شوي دي. مجيد خپل د سوداګرۍ کاروبار پرېښود اوبېرته يې خپله ترکاڼي پيل کړه. اکبر او زرمينه دهغه دې کارته چورت يوړل. له بلې خواماه جبينې د کوټې له نم نه سر ټکاوه او له ناظر نه يې وغوښتل، چې له سرور خان نه دې د کور د ابادولو لپاره يوه ټوټه ځمکه وغواړي.  | | | نسيم اوثمرګل د الله داد دمينتوب دآزمايلو لپاره کوم پلان جوړوي. |
ناظر غوښتل ، چې دسرورخان په يوه ټوټه ځمکه کې ځانته انګړ آباد کړي، خو غفار هغه ځمکه دخپلې ترور، عابدې ملکيت وباله او ناظر ته يې په سخته ژبه له هغې نه دوتلو وويل. |