الله داد، خواشينی و، چې پلارته يې لږې پيسې ورکړې، خو رحيمداد ترې وغوښتل چې ډېرکار دې وکړي، څوډېرې پيسې وګټي.
جانداد له رحيمداد نه وغوښتل، چې د الله داد په کوژده کې دې د الله داد نظر وپوښتي. رحيمداد دا خبره له بابا اسلم سره شريکه کړه.
زرمينې له پلوشې وغوښتل، چې خواړه دې ډېرنه سره کوي، خو هغې وويل، چې پلاريې پرې دپيازو دسره کولو ټينګار کړی دی.
اکبر زرمينې ته دکتغ دخوړلو وويل، خو هغې دسره کړو خوړپرځای چای اوډوډۍ غوره وګڼل.
اکبر او سمندر له يوه ناپېژانده سړي سره په نوي قېمتي موټر کې د مجيد په ليدو حيران شول.
سمندر له مجيد وغوښتل، چې د نوي کس سره کار کولو ته دې پام وکړي، هسې نه چې خپل دنجارۍ کاروبارهم پرې وبايلي.