 | | | نسيم د الله داد دپرېشانې له مخې ګمان وکړ، چې په کومه نجلۍ به يې زړه بايللی وي. |
سمندر له اکبر نه وغوښتل، چې د کوز او بر کلي د لويې ويالې د پله د رغولو لپاره دې له کومې موسسې نه مرسته وغواړي. پلوشې يې مور ته ډاډ ورکړ، چې هم به ژمني کورسونه تعقيبوي او هم به د کور په کارونو کې له هغې سره مرسته کوي. سميع الله رحيم ته د ژمنيو کورسونود پيلولو وويل او په دې برخه کې يې له هغه نه مرسته وغوښتله. سميع الله د ژمني کورس لپاره د اړينو توکو د اخيستو په خاطر د ولسوالۍ بازار ته ولاړ. لعلباز د خپل کلي په ښوونځي کې د ژمنيو کورسونو پيلېدو ته خوښ او په کورس کې يې د شمس د داخلولو پرېکړه وکړه.  | | | سميع الله له معلم رحيم نه وغوښتل، چې دژمنيوکورسونو په کار کې ورسره مرسته وکړي. |
ناظر له رحيمداد نه دکوډو دماتولو لپاره فيل مرغ وغوښت؛ خو بابا اسلم دکوډوخبره دناظراوتې بوتې وګڼلې او له رحيمدادته يې وويل، چې، الله داد ډاکترته بوځي. نسيم د الله داد پرشانۍ ته متوجه شو او داسې يې وانګېرله، چې ګواکي هغه په کومه نجلۍ زړه بايللی دی. |