 | | | ګلالۍ وويل، چې دسواد دزده کړې کورس ته ددرسي موادوپه برخه کې له رحيم نه مرسته عواړي. |
فاطمې اکبر ته خبر ورکړ چې برکليوال په کوز کليوالو يرغل کوي.اکبرخبره له بابااسلم سره شريکه کړه اوهغه ډاډ ورکړ، چې دې ستونزې ته به دحل لار ولټوي. بابااسلم په کوز کلي باندې د برکلي د ځوانانو د يرغل مخه ونيوله او له هغوی نه يې وغوښتل، چې له زغم نه دې کار واخلي. شکريې له ګلخانه وغوښتل، چې فتح خان اړ کړي څو د جګړې په ځای د سولې او پخلاينې لاره خپله کړي. له بلې خوا هغه خواړه، چې ګلالۍ دسرور خان لپاره زندان ته لېږلي وو ، ناظرد نسيم او ګل محمد سره د بوټ جوړولو په دکان کې وخوړل. ناظر چې کله کور ته راغی، ماه جبينې ته يې د سرور خان د روغتيا او هغه ته د خوړو د رسولو ډاډ ورکړ.
 | | | ناظر هغه خواړه په دکان کې له ګل محمداو نسيم سره وخوړل، چې دسرورلپاره يې زندان ته وړل. |
عاطفه په کلي کې دليک لوست دزده کړې دکورس له جوړېدو خوښه وه او له حميدې يې وغوښتل، چې ددرسي موادو په برابرولوکې دې هڅه وکړي. ګلالۍ حميدې ته ډاډ ورکړ، چې دليک لوست دزده کړې کورس ته ددرسي موادوپه برخه کې به له ښوونکي رحيم نه مرسته وغواړي. |