 | | | عابدې هوډکړی، چې په خپل کورکې ښځوته دليک، لوست دزده کړې کورس جوړ کړي. |
فاطمې او ګلمکۍ دچينې په سر د سرور خان د بندي کېدو د رسوايۍ په باب خبرې کولې، چې دسرورخان خور، ښاپېرۍ ددې خبرو په اورېدو خواشينې اوخپل مېړه، کريم يې هم خبرکړ. ښاپېرۍ ددې له پاره، چې په سرور خان پسې يې دخبرو داورېدو زغم نه درلود،له چينې نه يې داوبو له وړلو ډډه وکړه. عابدې په خپل کورکې دښځولپاره دسواد دزده کړې دکورس له جوړولوګلمکۍ ته وويل اوترې ويې غوښتل، چې د خونوپه پاک کولوکې ورسره مرسته وکړي. فتح خان د کوز کلي ځوانانو ته امر وکړ، چې د ده له پلان سره سم دې په برکلي يرغل وکړي. بابااسلم ګمان وکړ چې د ژرندې ناوه د کوز کليوالو له خوا ورانه شوې ،خو د شخړې د مخنيوي په خاطر يې د هغې په بېرته جوړولو لاس پورې کړ.  | | | بابااسلم له شخړې نه دمخنيوي په موخه دژرندې ماته شوې ناوه خپله جوړوي. |
سيد محمد د ژرندې د ناوې له ورانولو نه کريم خبر کړ او دواړو د برکلي له ځوانانو وغوښتل، چې په کوزکلي يرغل وکړي. غفار په کوز کليوالو باندې د برکلي د ځوانانود يرغل خبره له بابااسلم سره شريکه کړه او له هغه نه يې وغوښتل، چې دجګړې او وينې توييدو مخه دې ونيسي. |