دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
 | | | ناظردملنګۍ په جاموکې له شکريې نه ديوې بې ولوره نجلۍ پوښتنه کوي. |
لالباز دسرورخان له راتګ او د غرونو د لمنو ا و غونډيو د شنه کولو په باب د ملک آدم خان له مخالفت نه جانباز خبر کړ. جانباز ګواښ وکړ ، چې که چېرې آدم خان له مخالفت نه لاس وانخلي، سربند کليوال به د ملکۍ نه د هغه ليرې کولو ته سره يو لاس شي. ناظر د ملنګۍ جامې اغوستې او ماه جبينې ته يې وويل، چې د خير يوه کار ته يې ملا تړلې ده. ناظر د خيرات غوښتلو په ترڅ کې له شکريې نه د يوې داسې کورنۍ وپوښتل، چې خپله لور پرته له ولورنه واده کړي..شکريې د سربند کلی ور وښود. له بله پلوه مجيدددې له امله پرکريم ديوم ګوزار وکړ اوپرځمکه يې راوغورځاوه،چې د هغه د وار اوبه يې اړولې وې.  | | | جانباز ګواش وکړ، چې که آدم خان له مخالفت نه لاس وانخلي، له ملکۍ به ليري شي. |
مجيد له ډاره ځان د ملک آدم خان کره ورساوه او د کريم د وهلو يې خبر کړ.آدم خان ورته سپارښتنه وکړه چې د کريم د حالت تر مالومېدو پورې دده په کور کې پټ شي. |