 | | | بابا اسلم غفارته لارښوونه وکړه، چې کليوالوته دلوښوپه سپارلواوبېرته اخيستلو کې پام وکړي. |
کريم د جانداد دکان ته د شخړې په نيت روان و، سمندر هغه له دې کاره منع کاوه ، خو کريم يې خبرې ته اهميت ورنکړاوله ثمرګل ته يې وويل، چې ګوډجاندادچېرې دی. ثمرګل دکريم له خوادخپل استاد سپکاوی ونشوزغملی، خو کريم ورسره شخړه وکړه ، چې په پاېله کې يې دثمرګل ګرېوان څيرې کړ. زرمينې له دې پېښې اکبر هم خبرکړ، چې هغه بيا خبره له سيدمحمدسره شريکه کړه. سيدمحمدله رابياګلې وغوښتل، چې کريم ته نصيحت وکړي. ګاونډي کلي دغونډيو دشنو کلو په اړه ټول يوه خوله شول.جانباز له ملک آدم خان نه هم وغوښتل چې پدې اړه دهغوی پرېکړې ته غاړه کېږدي. سرورخان دغونډيو دشنوکولو په موخه د شاوخوا کليو له ا ستازو سره د اشر کولو لپاره ورځ وټاکله.  | | | جانباز دکلي دشاوخواغونډيود سمسورلو لپاره له غوټۍنه بېل اوبېلچه وغوښتل. |
بابااسلم له ګلخان نه کلي ته د لوښو په رسولو کې مرسته وغوښتله او زياته يې کړه، چې سرورخان يې دساتنې له پاره ځای په واک کې ورکړی دی. بابااسلم غفار ته سپارښتنه وکړه، چې د اړتيا پرمهال دې کليوالو ته لوښي وسپاري او تر ګټې اخيستنې وروسته دې بېرته ترې تسليموي. |