سيدمحمد د جرګې له جريان نه پريګله خبره او ګلخان يې يو صادق او رښتينی ځوان وباله.
شکريه پريګلې ته د عذر غوښتلو لپاره راغلې وه. ځکه خاوند يې، فتح خان د هغوی ځمکه لاندې کړې وه.
له بلې خوا، شمس دخپلې مور ورکې شوې پيسې بېرته پيدا اولالباز له غوټۍ نه دهغې د وهلو ټکولو له کبله بښنه وغوښتله.
غوټۍ له عابدې نه هيله وکړه، چې د دوی کورنۍ شخړه دې د کلي په شورا کې نه يادوي،ځکه چې له لالباز سره يې ستونزه حل شوې ده.
ماه جبينه اړه شوه، چې د ناظر لاس ونيسي او د ليک د زده کولو طريقه ورزده کړي،خو هغه بيا هم ليک نه شو زده کولای.
بابااسلم ټوکو ورته وويل، چې د پسه د ککرۍ ماغزه دې و خوري، ګوندې ذهن يې د ليک لوست زده کولو ته چمتو شي.