 | | | شکريې کلي ته ديوه داسې ملنګ دراتللو وويل، چې خپل وراره ته يې بې ولوره نجلۍ لټوله. |
ملک آدم خان دغرونو دلمنواوغونډيو دسرسبزۍ پلان ومانه. لالباز په اشرکې دسربند کلي دخلکوله ونډې اخيستلو اکبرته ډاډ ورکړ. سرورخان رحيم ته د شاوخوا ټولو کليو په غونډيو کې د لښتيو د کيندلو وويل او ترې ويې غوښتل چې د اشرلپاره دې ورځ وټاکي. له بله پلوه نسيم، چې دکريم دليدولپاره کلينيک ته تللی و، له مجيد نه يې دکريم دوهلو دغچ اخيستلو ګواښ وکړ، خو کريم دا کار خپله دنده وګڼله. رابيا ګلې نسيم ته سپارښتنه وکړه، چې له غچ اخيستلو نه دې تېر شي، ځکه داکار دشخړې دلا پراخېدو لامل کيږي.. رابيا ګلې غوښتل، چې دکريم ليدوته ولاړه شي او له ګل محمدنه يې هيله وکړه، چې کلينيک ته په تګ کې يې ملتيا وکړي.  | | | ملک آدم خان د شا و خوا کليو د غرونو د لمنو او غونډيو د شنوکولو پلان ومانه. |
هاخوا، ناظر سمېع الله ته وويل، چې ګلخان ته دې خبر وکړي څود الله داد د کوژدې په محفل کې برخه واخلي . ناظر پدې بانه درحيمداد په کور کې وريت کړی چرګ وخوړ. |