 | | | له سميع الله سره په کلي کې دژمنيوکورسونو د جوړولو فکر پيدا شوی دی. |
سمندر د مجِيداو کريم دشخړې دغوڅولوپه موخه دمجيد په استازيتوب رحيم ته دعذرلپاره ولاړ. رحيم ډاډ ورکړ، چې کريم به دعذرمنلوته اړ کړي. رحيم، کريم ته د هغه په غياب کې له هغې پرېکړې وويل، چې د مجيد عذر يې هرډول ناغې پرته منلی. کريم هم درحيم پرېکړه ومنله. له بلې خوا رحيم داد دشپې ناوخته دبام پرسردپښوښکالو واورېدله، چې وروسته ورته څرګنده شوه، چې الله داد دبام پرسرګرځېدلو. الله دادبې اشتهاشوی و او سمه خواړه يې خوړل. رحيمدا د ته اندېښنه ورولوېدله، چې کيدای شي الله داد ناروغ وي. ها خوا، ګلخان شکريې ته شکايت وکړ، چې ماشومان ډېری وخت په لوبو تېروي؛ خو شکريې په ژمنيو رخصتيو کې لوبې د دوی يوازينۍ بوختيا وبلله.  | | | سمندر له رحيم نه وغوښتل، چې کريم له مجيدسره روغې جوړې ته وهڅوي. |
سميع الله د ولسوالۍ په بازار کې ژمنيو کورسونو ته روان زده کوونکي وليدل او هيله ورته پيداشوه،چې د دوی په کلي کې هم ورته کورسونه جوړ شي. هغه د ژمنيو کورسونو د جوړولوهوډ ګلخان ته ووايه، چې ګلخان د هغه دغه نيت وستايه. |