رابيا ګلې کريم ته سپارښتنه وکړه، چې له مجيد نه د غچ اخيستلو خيال دې له سره وباسي خوکريم يې خبره ونه منله اودغچ اخيستلو په نيت له کورنه ووت.
دلارې په اوږدو کې له سمندر سره مخ اوهغه له دې کارنه منع کړ او له مجيد نه يې هم هيله وکړه، چې له کريم سره روغه وکړي.
ها هوا اظر د الله داد د کوژدې په وياړ د ګلخان د ګيتار په غږولو بسنه ونه کړه او رحيمداد يې د ډول وهلو ته اړ کړ.
سيدمحمد د رحيمداد په کورکې دساز په اورېدو بابااسلم ته د الله داد له کوژدې وويل اوسيدمحمد مبارکۍ ته ورغی.
رحيمداد بې خبري وښودله ، ځکه الله داد په خپله خوښه دکوژدې تمه درلودله، خو ناظر وويل، چې له الله داد نه يې دهغه يوقطعه تصوير هم اخيستی دی.
اکبر زرمينې ته د غوڼديو د شنه کولو اړوند د څو کليو د ګډ کار وويل اود چينې ترڅنګ ښځې خوښې وې، چې د غونډيو دسمسورلو په اړه د عابدې وړانديز د کليوالو له خوا منل شوی دی.