 | | | عابدې لالبازته وويل، چې دډېرې ګټې له پاره دې دمريوډېرې جامې تيارې کړي. |
ناظر فيل مرغ کورته راووړ او ماه جبينې ته يې ووېل، چې يوه دوست يې دوی ته د واده د مبارکۍ لپاره ډالۍ کړی دی. رحيمداد د الله داد حالت ناسم وباله او ناظر يې د هغه د کوډو په ماتولو کې په ځنډ کولو پړ وباله،خو ناظر له رحيمداد نه بل فيل مرغ وغوښت. رحيمداد د ناظر په دوکه مارۍ پوه او له هغه يې ورکړې پيسې بېرته وغوښتې. ناظر يې غوښتنه رد کړه؛ رحيمداد د هغه په وهلو لاس پورې کړ. د کوز کلي او بر کلي خلک ځنګل ته لاړل او د لويې ويالې پر سر د پله د بيا رغولو لپاره يې دستک پرې کړل. سمندر د پله دواړو خواوو ته د تيږو باره ووهله، سيد محمد د هغه دا کار وستايه او ځوانانو ته يې د پله د سر د دستکونو له تيارولو وويل.  | | | ناظرماه جبينې ته وويل، چې يو دوست يې دواده په شيرينۍ کې ورته فيل مرغ راوړی دی. |
لالباز ، چې په مريو د جامو د ګنډلو لپاره يې يو څه پيسې پور کړې وې، د ګنډل شوو جاموبېلګې يې د بازارموندنې او خرڅلاو لپاره بازار ته يوړې. له بلې خواجانداد او فاطمه په شپه کې د شپېلۍ د غږ په اورېدو حيران شول او د شپېلۍ وهونکي د پېژندو په هڅه کې شول. |